د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«په ولایتونو کې له رسنیو سره چلند، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف دی»

«په ولایتونو کې له رسنیو سره چلند، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف دی»

May 05, 2019 - 15:38

 

فيض اباد (پژواک، ١٥ غویی ٩٨): د بدخشان خبریالان له رسنیو سره د سیمه ییزو چارواکو چلند معلوماتو ته د لاسرسي قانون خلاف بولي او وايي، یو شمېر وزارتونو سیمه ییزو ادارو ته امر کړی چې له رسنیو سره اطلاعات شریک نه کړي.

د مطبوعاتو نړیواله ورځ (د مې ۳مه) نن په بدخشان کې د رسنیو د لسګونو کارکوونکي په ګډون ونمانځل شوه.

د سلام وطندار خبریال او د ژورنالېستانو شورا غړي سميع الله سیحون یادې غونډې ته لومړۍ وینا وکړه او ویې ویل، که څه هم اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځه کاله مخکې نافذ شوی او دولتي ادارې مکلفې دي چې له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي، خو زیاتره کلیدي وزارتونه په ولایتونو کې دویمي واحدونو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف امر کوي چې حق نه لري رسنیو ته اطلاعات ورکړي.

هغه زیاته کړه: ((د حکومت د دغه سانسور له امله د بدخشان اوسېدونکي معلوماتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له حقه محروم شوي او د بیان ازادي یې نقض شوې ده.))

د رسنیو دغه کارمند د بدخشان له سیمه ییز حکومته وغوښتل چې دغه سانسور پرېږدي او د هېواد د نافذه قانون مطابق عمل وکړي.

ځینو نورو خبریالانو هم له پژواک سره د خبرو پر مهال اطلاعاتو ته نه لاسرسی خپله اساسي ستونزه وبلله.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس نقیب الله ثاقب وویل، په بدخشان ولایت کې پخوا له ۴۰ ډېرو ټلوېزیونونو، راډیوګانو او چاپي رسنیو فعالیت درلود خو د بودجې د نه شتون او دولتي او ملاتړو بنسټونو له خوا د رسنیو د نه ملاتړ له امله اوس دغه شمېر ۱۱  ته را کم شوی دی.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او هره سرچینه یا مقام چې له رسنیو سره معلومات نه شریکوي، له قانونه سرغړونه کوي او باید قانوني چلند ورسره وشي.

د بدخشان د ژورنالېستانو شورا رییس عبدالبصیر حقجو وویل، له بده مرغه په بدخشان ولایت کې له ژورنالېستانو سره تر ټولو ډېر تاوتریخوالی دولت کوي. طالبان په دویمه درجه او زورواکي په درېیمه درجه کې راځي.

هغه زیاته کړه: ((د بدخشان سیمه ییز حکومت له رسنیو سره هېڅ مرسته نه کوي، موږ له مرکزي دولته غواړو چې په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو ستونزې ته جدي توجه وکړي او د دندې پر مهال د ژورنالېستانو امنیت خوندي کړي.))

په ورته وخت کې، د بدخشان سرپرست او مرستیال والي اختر محمد خیرزاده وویل، د بدخشان ولایت په کچه ټولې دولتي ادارې باید له رسنیو سره همکاري وکړي او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون مطابق له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement