خوست ښار (پژواک، ۱۵ غويی ۹۸): په خوست ښار کې د دوو پرله پسې چاودنو په ترڅ کې اووه کسان ټپيان شوي دي.
د ماین دغه چاودنې نن غرمه شاوخوا يوه بجه د خوست ښار په ختيځه څنډه کې د لوړپوړيزو ودانيو په سيمه کې شوې دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس وويل، لومړۍ چاودنه په يوې سلماني کې دننه وشوه او دويمه هغه يې له سلماني بهر پر يو موټرسايکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله وه.
نوموړي زياته کړه چې د دواړو چاودنو له امله سيمه کې يواځې شپږ ملکي وګړي سطحې ژوبل شوي دي او نور چا ته په کې زيان نه دی رسېدلی.
بل لور ته د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر ګل احمدشاه پژواک اژانس ته وويل چې له دې پېښې د خوست ملکي روغتون او د ښار يو شمېر خصوصي روغتونونو ته ۷ ټپيان ور وړل شوي چې د دوو يې روغتيايي حالت يو څه نازک دی.
تر دې دمه د دغو چاودنې مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن