ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د کرنې او پوهنې رييسانو ولس ته د خپلو فعاليتونو حساب ورکړ

د ننګرهار د کرنې او پوهنې رييسانو ولس ته د خپلو فعاليتونو حساب ورکړ

author avatar
5 May 2019 - 18:42
د ننګرهار د کرنې او پوهنې رييسانو ولس ته د خپلو فعاليتونو حساب ورکړ
author avatar
5 May 2019 - 18:42

جلال اباد (پژواک، ۱۵ غويی ۹۸): د ننګرهار د پوهنې او کرنې رييسانو د خپلو ادارو د يو کلن فعاليت په اړه رسنيو او ځايي اوسېدونکو ته حساب ورکړ.

بلخوا د ننګرهار والي وايي، ولس ته د حساب ورکونې لړۍ يې پيل کړې چې په وار وار سره به ټولې ادارې خپل فعاليتونه خلکو ته روښانه کوي.

دوی د غويي په ۱۵مه د ننګرهار رسنيو دفتر کې راټول شوي وو او ولس ته يې د خپلو فعاليتونو په اړه د حساب ورکونې پر مهال ډاډ ورکړ چې د هرې نيوکې ځواب ته چمتو دي.

د پوهنې ريیس حسیب الله شينواري د پرېزنټېشن له لارې د غونډې ګډونوالو ته د خپل يو کال کړنو په اړه معلومات ورکړل چې ګډونوالو له لوري ترې پوښتنې وشوې او ورته يې ځوابونه ورکړل.

نوموړي په دغه ولايت کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو، عالي دارالمعلمينونو، کليوالي ښوونځيو، چټکو زده کړو، لنډ مهال او اوږدمهال کورسونو، ديني مدارسو، په تعليمي ادارو کې د پرمختګونو، شته ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه، سږ کال به سلګونه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي، د پاکو اوبو ستونزه به يې حل شي او همداراز ښځينه ښوونکې به د روزنې تر څنګ پر دندو وګومارل شي چې په دې سره به په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو شته تشه ډکه شي.

د کرنې سرپرست رييس ذبيح الله حسنزي وويل، تېر کال دوی ته ۵۲ ميليونه افغانۍ بودجه ورکړل شوې وه چې د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او نورو برخو کې يې مصرف کړي، خو  دا چې بودجه ورته پر وخت نه وه رسېدلې؛ نو يوولس سلنه باقي پاتې شوې چې په راتلونکي کال کې به يې په مهمو برخو کې ولګوي.

نوموړي وويل، ننګرهار د کرنې لپاره مناسب ولايت دی او نفوس يې هم تر نورو ولايتونو زيات دی؛ خو ډېره کمه بودجه ورکول کېږي، بايد مرکزي اداره ننګرهار ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د حساب ورکونې غونډه چې د اسلا ادارې په همکارۍ جوړ شوې وه، پر مهال يې د ولايتي شورا منشي حميرا رفيع، د سکتوري خدمتونو، پوهنې او کرنې رئيسانو، د سره رود، کامې، کوز کونړ او روداتو ولسوالانو، قومي مخورو، مدني فعالانو، ځوانانو او نورو ګډون کړی و.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، ولس ته يې د حساب ورکونه له خپل ځانه پيل کړې او ټول دولتي مسوولين دنده لري، چې ولس ته حساب ورکړي او د شته ستونزو حل لپاره ولس سره په مشوره د حل لارې چارې پيدا کړي.

د ولايتي شورا منشي حميرا رفيع پوهنه او کرنه مهم سکتورونه ياد کړل او زياته يې کړه، که ياد سکتورنه تقويه شي، د نوي نسل روزنې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې به مخکې ولاړ شو.

نوموړي ولس ته د معلوماتو او حساب ورکونه اړينه ياده کړه او له ولسونو يې غوښتنه وکړه چې مسوولينو سره د کړنو حساب او د کارونو ارزونه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.