ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ګردېز ښاروالۍ له خوا د پلې کېدونکو پروژو کيفيت خراب دی”

“د ګردېز ښاروالۍ له خوا د پلې کېدونکو پروژو کيفيت خراب دی”

author avatar
5 May 2019 - 15:40
“د ګردېز ښاروالۍ له خوا د پلې کېدونکو پروژو کيفيت خراب دی”
author avatar
5 May 2019 - 15:40

ګردېز (پژواک، ١٥ غويی ٩٨): د پکتيا ځيني ځوانان وايي چې په ګردېز ښار کې د ښاروالۍ له خوا د پلې کېدونکو پروژو کارونه په خراب کيفيت ترسره کېږي.

دوی د ګردېز ښاروالۍ رياست پر فساد تورن کړ او ويې ويل چې په ښار کې لا هم لوی کارونه نه دي شوي او ځينې پروژې په نمايشي ډول پرانيستل شوې دي.

د دوی له ډلې محمدشاه جنت وايي چې د ښاروالۍ له خوا ځوانانو ته ځانګړې شوې دوه سلنه بودجه هم نه ده ورکړل شوې.

جنت وويل: ((په ښار کې تاسو پروژې ګورئ چې سل په سله ټولې له تخريب سره مخ دي، مثلاً که د ځوانانو، ماشومانو او يا د خويندو پارک وګورو يا که د پوهنتون د مخې پياده رو ته متوجه شو، دا ټولې هغه پروژې دي چې په يوه، دوه مياشتو کې بېرته تخريب شوې او يا لکه څنګه چې بايد کار شوی وای، هغسې نه دی شوی.))

مدني فعال اسمعيل سادات تور لګوي چې ښاروالي ځينو مشخصو شرکتونو ته پروژې ورکوي او له دې لارې فساد کوي.

سادات وايي: ((د ماشومانو پارک په ۱۱۵۹۰۰ ډالر جوړ شوی، خو زه او نور ځوانان دا فکر کوو، له نږدې يې هم کتلی شي چې پر دې به دېرش يا څلوېښت زره ډالر نه وي مصرف شوي، نور ټول د فساد له لارې شخصي جېبونو ته تللي.))

محمدعلي جان د ګردېز ښاروالي، پوهنې، ترانسپورت او ځيني نور رياستونه د فساد ځالې بولي او له مرکزي ادارو غواړي چې د عامه خدمتونو د ښه کېدو او په کې د فساد د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

جان وايي: ((بعضې رياستونه لکه شاروالي، معارف، کار او ټولنيزو چارو او ترانسپورت دومره له فساد نه ډک دي چې له اندازې زيات.))

عبدالله په ادارو کې د سمون او ګردېز ښاروال د ګوښه کولو غوښتنه کوي او له اړوند وزارت او ادارو غواړي چې د ښار د تفصيلي او نورو پلانونو په تطبيق کې جدي و اوسي.

دی وايي: ((مسوول چارواکي بايد شاروال لرې کړي، که شاروال لرې نه شي، موږ به خپل مدني حرکتونه شروع کړو. موږ په ولسمشر، والي صېب او نورو چارواکو غږ کوو چې دا شاروال لرې کړي.))

خو د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد بيا وايي چې ياد کسان ور څخه شخصي غوښتنې لري او د نه منلو په صورت کې ورپسې د ټولنيزو رسنيو او نورو لارو تبليغات کوي.

خالد پژواک ته وويل چې په ښار کې له پلې کېدونکو پروژو څارنه کېږي او که يادو کسانو پر ده د فساد د لګېدلو تورونو په اړه اسناد وړاندې نه کړل، نو دی به د يادو کسانو د غير قانوني غوښتنو اسناد خپاره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.