کابل (پژواک ١٥ غويى ٩٨): وسله وال طالبان وايي چې د روژې مياشتې د رارسېدو په مناسبت يې په کندوز کې ١٣ دولتي ځواکونه خوشې کړې دي.
د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څه موده وړاندې د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په قرغان تپې، الف بیردې او چهل کپو سیمو کې دوى د عملياتو په ترڅ کې یو شمېر عسکر په مخامخ جګړو کې ژوندي نیولي وو.
سرچينه زياتوي، د نیول شويو بندیانو له جملې څخه یې ۱۳ تنه د راتلونکې روژې مبارکې میاشتي د را رسېدو په مناسبت د دوى د مشر د فرمان په اساس د معیاري جامو او نغدي مرستو تر ورکولو وروسته، خپلو خپلوانو ته وسپارل شول او خپلو کورونو ته ولېږل شول.
طالبان په داسې حال کې دغه اعلان کوي چې ولسمشر غني د سولې مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ورځ (د جمعې ورځ، د غويي ١٣مه) هم اعلان وکړ چې د دې جرګې او د روژې مياشتې ته په درناوي او د حسن نيت په خاطر د طالبانو ١٧٥ کسان خوشې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن