ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني پاکستان ته سفر کوي

ولسمشر غني پاکستان ته سفر کوي

author avatar
5 May 2019 - 18:38
ولسمشر غني پاکستان ته سفر کوي
author avatar
5 May 2019 - 18:38

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٨): ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ټيلېفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه زياتوي چې په دې خبرو کې د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هېواد یې هر ډول همکارۍ ته چې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامین بدله شي، چمتو دی.

ده زیاته کړه، د ولسمشر غني اقتصاد محوره لید او فکر او سیمه ییز اتصال سره توافق لري او اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو د پلاوو په کچه د تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وشي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ولسمشر غني وغوښتل چې د تفصیلي بحث او د اقتصادي مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د تفصیلي بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

ولسمشر د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د لومړي وزیر د ژمنتیا قدرداني وکړه او زیاته یې کړه: "موږ د اقتصاد او سیمه ییز اتصال پر محور د نوې ایجاد شوې روحیې هرکلی کوو."

غني همدارنګه د پاکستان د لومړي وزیر بلنه ومنله او ويې ویل، د دواړو هېوادونو له ډيپلوماتیکو لارو دې پاکستان ته د سفر مناسبه او مشخصه نېټه وټاکل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.