کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٨): د چين حکومت په برياليتوب سره د سولې د لويې مشورتې جرګې د ترسره کېدو له امله ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې ده.
له ارګه د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني نن سهار د چین ولسي جمهوریت د کانګرېس له مرستیال او د یاد هېواد د سره صلیب له ريیس ډاکتر شین زو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه ډاکټر زو د خپل هېواد د ولسمشر د نېکو هیلو وړاندې کولو تر څنګ د افغانستان خلکو او دولت ته د سولې د مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چین د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز دواړو لورو د چین د سره صلیب او د افغانستان د سرې میاشتې ترمنځ د زړه سوري ناروغو ماشومانو د درملنې په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي، له طبیعي افتونو سره د مبارزې په برخه کې د تجربو شریکولو او په بېلابېلو، په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني د چین خلکو ته د یو کمبر بند ــ یوه لار د همکاریو کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او له افغانستان سره یې د چین د ولسي جمهوریت له دوامداره همکاریو مننه وکړه.
هغه زياته کړه، افغانستان د انرژۍ په برخه کې د پانګونې مناسب ظرفیت لري او د افغانستان حکومت په دې برخه کې د پانګونې زمینه برابروي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن