خوست ښار (پژواک، ۱۶ غويی ۹۸): ناپېژانده وسله والو د خوست ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست اداري مدير وژلی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس محمدعارف احمدزي د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ۶۴ کلن مبارک شاه ددغه ولايت د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حسن زيو په کلي کې وژل شوی دى.
نوموړی زياته کړه چې مبارک شاه له تېرو نهو کلونو راهيسې د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د اداري مدير په توګه دنده ترسره کوله.
هغه زياتوي، نوموړی تېره شپه هغه مهال د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو، چې د تراويح لمونځ ترسره کولو په موخه جومات ته روان و.
تر دې دمه د پېښې مسووليت کومې ډلې نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن