ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې شورا : دولت او طالبان دې د زندانيانو د خوشې کولو لپاره کمېسيون جوړ کړي

د سولې شورا : دولت او طالبان دې د زندانيانو د خوشې کولو لپاره کمېسيون جوړ کړي

author avatar
6 May 2019 - 13:31
د سولې شورا : دولت او طالبان دې د زندانيانو د خوشې کولو لپاره کمېسيون جوړ کړي
author avatar
6 May 2019 - 13:31

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : د افغانستان د سولې عالي شورا د روژې په مناسبت په خپل پيغام کې له  دولت او طالبانو د اوربند ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د زندانيانو د خوشې کولو لپاره ګډ کمېسيون جوړ کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا دغويي په ١٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې  د نېکو هيلو په وړاندې کولو سره د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو له امله د افغانستان ټول ملت ته مبارکي ويل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه شورا د افغانستان له ټولو خلکو غواړي چې د سولې په راوستلو کې د هېواد په بېلابېلو سطحو، ولسواليو او برخو کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

سرچينې زياته کړې، دا ټولو ته څرګنده ده چې د سولې پروسه د افغانستان په مالکيت او رهبرۍ د سولې پروسې ټولو ملاتړو ته د تائيد وړ ده او په وروستيو کې د سولې مشورتي لويې جرګې چې په کې ۳۲۰۰ تنو د ټول افغانستان په استازيتوب ګډون درلود په همدې اړه ټينګار کاوه.

د افغانستان د سولې عالي شورا د ۱۳۹۸ کال د غويي ۹-۱۳مې په کابل کې سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو د تود هرکلي سره سم له دولت او د طالبانو له تحريک څخه غواړي چې د افغانستان د خلکو غږ ته لبيک ووايي .

سرچينې دغه راز زياته کړې، د افغانستان سولې په پروسه کې د نوې مرحلې پيل او ښه نيت د ښودلو لپاره د دواړو خواوو زندانيانو د خوشې کولو په موخه د يو ګډ کمېسيون په رامنځ ته کولو سره زندانيان بررسي او مشخص کړي او په خوشې کولو کې يې اقدام وکړي.

همدارنګه د سولې عالي شورا له دولت او طالبانو غواړي چې د سولې مستقيمو او رسمي خبرو اترو د پيل لپاره د افغانستان دولت او د طالبانو تحريک د روژې د مبارکې مياشتې له پيل سره سم دوامداره اوربند اعلان کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له شک پرته دغه اوربند د باور فضاء د رامنځ ته کولو لپاره په مختلفو سطحو کې ښه منځګړى کېداى شي او د يوې تل پاتې او پياوړې سولې لپاره چې د افغانستان ټول ملت يې تږى دى لار پرانېزي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.