ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې سل ټنه نشه یي توکي وسوځول شول

نیمروز کې سل ټنه نشه یي توکي وسوځول شول

author avatar
6 May 2019 - 11:41
نیمروز کې سل ټنه نشه یي توکي وسوځول شول
author avatar
6 May 2019 - 11:41

زرنج(پژواک،۱۶غويى۹۷): د نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وایي، ددغه ولایت مرکز زرنج ښار کې يې سل ټنه بېلابېل ډوله نشه یي توکي سوځولي چې په دې تور ۱۱۷ تنه نیول شوي هم دي.

د نیمروز ولایت د امینه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد ابراهیم امیني ددغو توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه توکي تېرکال د امنيتي ځواکونو له لوري په بېلا بېلو عملیاتو کې  نيول شوي و.

ده زیاته کړه، په دې سوځول شوو توکو کې ۸۵۸ کیلوګرامه تریاک، ۱۴۵ کیلوګرام هیرویین، دو کیلوګرامه مورفین، ۱۴۲ کیلوګرامه مت امفیتافین (شیش)، ۱۵۴۶۶ کیلوګرامه چرس او بنګدانه، ۳۷۱ کیلو ګرامه جامد کیمیاوي مواد، ۸۰۲۷۷ کیلوګرامه مایع کیمیاوي مواد او ۱۱۶لیتره سي سي مشروبات شامل دي.

د هغه په وینا، ددې پېښې په تړاو ۱۷۷ کسان نیول شوي دي.

د سرچینی د معلوماتو له مخې، چې له دغو کسانو څخه ۲۷ بېلابېل ډول موټر، ۵ میله وسله، ۳۰۵ میلیون ایراني تومان او شاوخوا ۶ میلیونه کلدارې د پولیسو لاس ته راغلي دي.

د یادولو ده چې نیمروز ولایت ایران ته د نشه يي توکو د ترانزیټ په لاره موقعیت لري چې د هرات، فراه، هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو نشه يي توکي  دغه ولایت ته لېږدول کیږي او وروسته له همدې ځایه اروپایي هېوادونو ته قاچاق کیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.