ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : د بغلان پر امنيه قوماندانۍ بريد کې ٧٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

والي : د بغلان پر امنيه قوماندانۍ بريد کې ٧٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 May 2019 - 14:38
والي : د بغلان پر امنيه قوماندانۍ بريد کې ٧٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 May 2019 - 14:38

پلخمری (پژواک ،۱۶ غويى ۹۸) : د بغلان والي وايي چې پر امنيه قوماندان بريد په پاکستان کې پلان شوى و، چې په ترڅ کې يې ٧٥ پوليسو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون يوې ډلې وسله والو طالبانو د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ، لومړى يوه بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر ته له دېوال سره چاودنه ورکړه او وروسته نورو بريدګرو جګړه پيل کړه.

پرون د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې په دغه بريد کې اته بريدګر او ١٣ پوليس وژل شوي، ٣٠ پوليس او ٢٣ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بغلان والي احمد فريدبسيم  نن د غويي په ۱۶ مه  په يوه خبري کنفرانس کې وويل  چې طالبانو په  بورکې ولسوالۍ کې د زياتو تلفاتو  په غبرګون کې دا بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې ۱۸  نظامي افسران  او سرتېري وژل شوي  او دغه راز ۳۹ پوليس ټپيان  دي چې د لسو ټپونه ژور ښودل شوي دي.

والي وايي چې  دبرید کوونکو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه  دا وه چې دغه ستر پلان شوی بريد يې په څلور نيمو ساعتونو کې مهار کړ.

بسيم وويل، لومړۍ پلټنې ښي چې دغه ډله ييز بريد په پاکستان کې د استخباراتي ادارې اى اېس اى شبکې په مرسته پلان شوی و، خو ډاډ  يې ورکړ چې ډېر ژر به ددې ځواب ووايي.

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې ١٨ ملکي وګړي هم ټپيان شوي چې قوماندانۍ سره يې نږدې کورونه وو.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى او ادعا يې کړې چې لسګونو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.