ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې لسګونو ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژبله اوښتې

په فراه کې لسګونو ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژبله اوښتې

author avatar
6 May 2019 - 15:06
په فراه کې لسګونو ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژبله اوښتې
author avatar
6 May 2019 - 15:06

فراه (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د فراه ولايت په ګلستان او بکواه ولسواليو کې د نښتو او هوايي بريدونو پر مهال لسګونو ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ ناوخته بهرنيو ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پر فابريکو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې  هغو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دغوفابريکو کې يې کار کاوه.

د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې د نشه يي توکو لسګونه فابريکې ويجاړې شوې دي.

خو هغه زياته کړې چې تر ٤٥ پورې د دغو فابريکو کارکوونکي چې ملکي وګړي وو، هم وژل شوي دي.

د ولسوال په وينا، په وژل شويو کسانو کې ماشومان او د يوې کورنۍ غړي هم شامل دي.

د  بکواه ولسوالۍ د اشګين سيمې يو تن اوسېدونکي هم پژواک ته د نشه يي توکو د فابريکو د ړنګېدو ترڅنګ د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر تاييد کړ.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې په دغو بريدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خو د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب د ملکي وګړو مرګ ژوبله ردوي،  هغه پژواک ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونو کې چې د کره استخباراتي راپورونو په اساس ترسره شوي، د نشه يي توکو ٥٣ فابريکې ويجاړې شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه راز په دغو بريدونو کې ١٨  وسله وال مخالفين هم وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان  دي.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه ولايت په  ګلستان ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې قرارګاه بريد کړى دى.

په فراه کې د ملي اردو ددويمې لوا قوماندان ډګروال ذکريا ميرزا زاده پژواک ته وويل چې په دغه  بريد کې درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي، خو د ٢٠٧ ظفر قول اردو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له ياد بريد څخه ١١ جسدونه او ١٣ ټپي سرتېري په چورلکه کې لېږدول شوي دي.

هغه وايي چې په نښته کې لس  وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.