کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٨) : د ناټو د روزنې ماموريت اړونده دوه رومانيايي سرتېري په کندهار ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې پر مهال ټپيان شوي دي.
د رومانيا د دفاع وزارت د غويي په ١٦مه، خبر ورکړى چې دا پېښه نن د کندهار ولايت هوايي ډګر کې دننه نظامي ساحه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، د تمرين پر مهال ددوى پوځي موټر چپه شوى چې له امله يې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
د رومانيا دفاع وزارت ويلي چې د ټپي سرتېرو روغتيايي حالت ښه دى او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
رومانيا د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) په چوکاټ کې ٧٣٣ سرتېري لري چې په کندهار ولايت کې مېشت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن