ګردېز (پژواک، ١٧ غويی ٩٨): د ځينو نورو ولايتونو په څېر اوس په پکتيا کې هم پر نشه يې توکو د روږدو شمېر خورا زيات شوی چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
روږدي په مرکز کې د ګردېز تر لرغوني بالاحصار لاندې په يوه لويه سمڅه کې د راټولېدو لپاره ځای جوړ کړى چې په کې نشې کوي.
د دوی له ډلې اسماعیل د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بې روزګارۍ، کورنيو ستونزو او شخړو له امله پء نشه روږدی شوی دی.
نوموړي وويل چې خلک په بده سترګه ورته ګوري او د ناروغ پر ځای ورته پوډري، نشه يي او نور نومونه اخلي چې په خبره يې دوی پرې ځورېږي.
اسماعيل چې له دې مخکې يې د هېواد په لويو بندرونو کې ټېلر موټر چلاوه، ورسره د پوليسو له ناوړه چلنده هم شکايت کوي او وايي چې ځيني مهال ياد ځای ته د ورتګ پر مهال دوی وهي او سخت کارونه پرې کوي.
ده زياته کړه: ((چرس مو هم نه څکول، خو چې بې کاره شوو، په دې غصب واوښتو. د هېڅ شي درک نه لګېږي، قرضداري، مريضي او سل قسمه مشکلات دي.))
دغه راز اجمل پر نشه يو بل روږدی ځوان دی چې وايي د نشې له ژونده ډېر په تنګ شوی، خو په خبره يې د کار د نه شتون له امله يې له ښه کېدو وروسته بيا هم دغه کار ته مخه کړې ده.
نوموړی په ګردېز کې پر نشه د روږدو کسانو لپاره د ودان په نوم د ځانګړي شل بستريز روغتون له ډاکټرانو او کارکوونکو شکايت کوي او وايي چې په ياد روغتون کې له ناروغانو سره سم چلند نه کېږي.
دی وايي: ((که د ګردېز د شل بستريز روغتون په شان شفاخانه وي، دې ته خو نه ورځو؛ ځکه هغوی د مريضانو حق هم خوري، هېڅ نظافت نه وي، ډېره مرداري وي، هلته دې وړي او د بندي په شان دې ور اچوي، ولاکه هېڅ خدمت وي.))
عبدالروف چې له دې مخکې يې په يو هوټل کې کار کاوه، وايي چې د ځينو کسانو له خوا نشې ته هڅول شوی او اوسمهال له کورنيو ستونزو د تېښتې لپاره پوډر څکوي.
رووف وايي چې دغه ځای ته د ګردېز ښار د شاوخوا سيمو سلګونه روږدي کسان د نشو لپاره راځي او زياتوي چې نشه يي توکي د ښار اړوند له ځينو کليو ترلاسه کوي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ کسبي خلک وو، په هوټل کې کبابي وم، اوس لوفر او لنډه غر رانه جوړ شوی، ګهيځ راځو، نشې کوو او ماښام بېرته کور ته ځو، نه د چای درک شته او نه د بورې.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن