ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا خلکو د مخابراتي شبکو دفترونو د تړلو ګواښ کړی

د پکتیا خلکو د مخابراتي شبکو دفترونو د تړلو ګواښ کړی

author avatar
7 May 2019 - 14:55
د پکتیا خلکو د مخابراتي شبکو دفترونو د تړلو ګواښ کړی
author avatar
7 May 2019 - 14:55

ګرديز(پژواک، ١٧ غويي ٩٨): د پکتيا ولايتي شورا غړي او د ګردېز اوسېدونکي د مخابراتو شبکو له کمزوري مکالماتي او انټرنيټي پوښـښ څخه شکايت کوي او وايي چې آن د ښار په شاوخوا سيمو کې له مخابراتي ستونزو سره مخ دي.

دوی دغه څرګندونې ددغه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رياست لخوا د خپلو کړنو د راپور ورکولو په غونډه کې وکړې.

دوی وويل چې په ګردېز کې د مخابراتي شبکو شته دفترونه د خلکو د ستونزو په حل کې پاتې راغلي او که د زون په کچه لوی دفترونه جوړ نشي، اوسني کوچني دفترونه به يې وتړي.

په دغه غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري نيوکه وکړه چې مخابراتو وزارت پکتيا ته پاملرنه نده کړې او د زون د مرکز او نفوس ته په کتو يې لا نيمايي حقونه هم ندي ورکړي.

قادري وايي چې د مخابراتو شبکو اوسني دفترونه د دفتر په څېر ندي او د دوکان په څېر يو يا دوه کسان پکې ناست وي چې هېڅکله د خلکو ستونزو او اړتياوو ته ځواب نشي ويلای.

نوموړي وويل:((د ټولو مخابراتو شبکو دفترونه چې د زون د مرکز په توګه بايد په ګردېز کې پرانيستل شي، متاسفانه تر اوسه ندي پرانيستل شوي. د ټولو شبکو له نماينده ګانو څخه زموږ غوښتنه ده چې پکتيا کې د زون دفترونه خلاص کړي او که نه يې خلاصوي، نو خپلې پايې او خپل کاري پرسونل، چې يو، يو يا دوه، دوه نفره دي، هغه دې هم ور وغواړي.))

د ګردېز اوسيدونکی بلال احمد مخابراتي شبکې او اړوند وزارت پر ناغيړي تورنوي او وايي چې په رسنيو کې او رسمي معلومات کې د ويل کېدونکو خبرو برعکس د مخابراتي شبکو پوښـښ او کيفيت خورا ټيټ دی.

احمد پژواک ته وويل: ((ټولې مخابراتي شبکې سم کار نکوي، د نېټ ستونزه ده، د خلکو د اړيکو ستونزه ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کيږي. له دولت، په تېره له مخابراتو وزارت څخه مو جدي غوښتنه ده چې دا ستونزه حل کړي.))

مدني فعال نور ولي ثابت وايي چې ځينې مخابراتي شبکې په ځينو ولسواليو کې آن يوه مخابراتي پايه هم نلري او د لرې سيمو خلک لا هم د اړيکې نيولو لپاره لرې او لوړو ځايونو ته خيژي.

ثابت وويل:((که مخابراتي شبکې پکتيا کې لازم لوی دفترونه پرانه نيزي او همغسې چې لازمه ده د خپل پوښـښ ساحې پراخې او خدمتونه ښه نکړي، نو موږ به د دوی دا واړه دفترونه به هم ورټول کړو او د دوی دا فعاليت هم نه غواړو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لورته د پکتيا د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوژۍ رييس عبدالله توتاخېل هم دا ستونزه مني او وايي چې په دې اړه يې له خپل وزارت، اترا او د مخابراتې شبکو له ادارو سره خبرې کړي، خو لا هم ګردېز کې د کافي اسانتياوو لرونکي دفترونه ندي پرانيستل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.