د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيا کې د روږدو شمېر مخ په ډېرېدو دی

روغتیا

ارشيف

پکتيا کې د روږدو شمېر مخ په ډېرېدو دی

May 07, 2019 - 12:29

ګردېز (پژواک، ١٧ غويی ٩٨): د ځينو نورو ولايتونو په څېر اوس په پکتيا کې هم پر نشه يې توکو د روږدو شمېر خورا زيات شوی چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

روږدي په مرکز کې د ګردېز تر لرغوني بالاحصار لاندې په يوه لويه سمڅه کې د راټولېدو لپاره ځای جوړ کړى چې په کې نشې کوي.

د دوی له ډلې اسماعیل د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بې روزګارۍ، کورنيو ستونزو او شخړو له امله پء نشه روږدی شوی دی.

نوموړي وويل چې خلک په بده سترګه ورته ګوري او د ناروغ پر ځای ورته پوډري، نشه يي او نور نومونه اخلي چې په خبره يې دوی پرې ځورېږي.

اسماعيل چې له دې مخکې يې د هېواد په لويو بندرونو کې ټېلر موټر چلاوه، ورسره د پوليسو له ناوړه چلنده هم شکايت کوي او وايي چې ځيني مهال ياد ځای ته د ورتګ پر مهال دوی وهي او سخت کارونه پرې کوي.

ده زياته کړه: ((چرس مو هم نه څکول، خو چې بې کاره شوو، په دې غصب واوښتو. د هېڅ شي درک نه لګېږي، قرضداري، مريضي او سل قسمه مشکلات دي.))

دغه راز اجمل پر نشه يو بل روږدی ځوان دی چې وايي د نشې له ژونده ډېر په تنګ شوی، خو په خبره يې د کار د نه شتون له امله يې له ښه کېدو وروسته بيا هم دغه کار ته مخه کړې ده.

نوموړی په ګردېز کې پر نشه د روږدو کسانو لپاره د ودان په نوم د ځانګړي شل بستريز روغتون له ډاکټرانو او کارکوونکو شکايت کوي او وايي چې په ياد روغتون کې له ناروغانو سره سم چلند نه کېږي.

دی وايي: ((که د ګردېز د شل بستريز روغتون په شان شفاخانه وي، دې ته خو نه ورځو؛ ځکه هغوی د مريضانو حق هم خوري، هېڅ نظافت نه وي، ډېره مرداري وي، هلته دې وړي او د بندي په شان دې ور اچوي، ولاکه هېڅ خدمت وي.))

عبدالروف چې له دې مخکې يې په يو هوټل کې کار کاوه، وايي چې د ځينو کسانو له خوا نشې ته هڅول شوی او اوسمهال له کورنيو ستونزو د تېښتې لپاره پوډر څکوي.

رووف وايي چې دغه ځای ته د ګردېز ښار د شاوخوا سيمو سلګونه روږدي کسان د نشو لپاره راځي او زياتوي چې نشه يي توکي د ښار اړوند له ځينو کليو ترلاسه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ کسبي خلک وو، په هوټل کې کبابي وم، اوس لوفر او لنډه غر رانه جوړ شوی، ګهيځ راځو، نشې کوو او ماښام بېرته کور ته ځو، نه د چای درک شته او نه د بورې.))

يو شمېر نورو روږدو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی پژواک ته وويل چې د روږدو کسانو د تداوي لپاره د شل بستريز روغتون سربېره د مخدره توکو د زيانونو د کموالي او عامه پوهاوي يو ټيم هم لري چې په سيار ډول فعاليت کوي.

احمدزي زياته کړه چې د روږدو کسانو شمېر زيات شوی چې شته اسانتياوې د ټولو روږدو د پوښـښ او درملنې لپاره کافي نه دي او هڅه کوي چې ياد خدمتونه ډېر او معياري کړي.

نوموړی وايي: ((دا موضوع موږ له وزارت سره هم شريکه کړې ده. پر دې هم کار کوو چې بسترونه زيات کړو او د دې لپاره يو بېل پنځوس يا سل بستريز تعمير جوړ کړو، څو موږ زياته اندازه ناروغان واخلو او تداوي يې کړو.))

پکتيا کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست او امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د نشه يي توکو ځيني پلورونکي يې نيولي، خو لا هم ځينې کړۍ شته چې له بېلابېلو لارو روږدو کسانو ته ياد توکي رسوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement