کابل (پژواک، ۱۷غویی ۹۸): ګلالۍ نور ساپۍ چې د ولسمشر له لوري د مشرانو جرګې د انتصابي غړې په توګه ټاکل شوې، نن یې تر لوړې وروسته د دې جرګې د غړې په توګه کار پیل وکړ.
ګلالۍ نور ساپۍ چې د ملي شورا په مخکنۍ دوره کې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې وه، د تېر کال د مرغومي میاشت په وروستیو کې د ولسمشر له فرمان سره سم د حمیرا نعمتي پر ځای د مشرانو جرګې انتصابي غړې په توګه ټاکل شوې ده.
نوموړې چې د ولسي جرګې په پخوانیو ټاکنو کې یې د بریا اړینې رایې ترلاسه نه کړې، نن له لوړې وروسته یې په مشرانو جرګه کې کار پیل کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن