ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د دولت پلوه قوماندانانو ترمنځ نښته کې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د دولت پلوه قوماندانانو ترمنځ نښته کې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 May 2019 - 11:12
بلخ کې د دولت پلوه قوماندانانو ترمنځ نښته کې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 May 2019 - 11:12

مزارشريف (پژواک، ۱۸ غویی ۹۸): بلخ کې سيمه ييز امنيتي مسوولين تاييدوي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د دوو قوماندانانو ترمنځ وسله واله نښته کې د ملکي وګړو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د غويي په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده نښته تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د ولسي پاڅون کوونکو د يوه قوماندان حضرت محمد ګرګري او د چهاربولک ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه مسوول، قوماندان طوفان ترمنځ د بلخ ولسوالۍ بازار دننه په حمام بندر کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې په ياده وسله واله نښته کې د قوماندان ګرګري يو ساتونکی او يو ملکي وګړی وژل شوي او د قوماندان طوفان د دوو ساتونکو په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند د يادې نښتې لامل د دغو قوماندانانو ترمنځ پخوانۍ شخصي دښمني ياده کړه.

د هغه په خبره، د پوليسو په مداخلې ياده نښته کابو کړای شوه او زياتوي چې د پېښې د څېړنې په موخه پوليس لاس په کار شوي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد حاجي غلام محمد پژواک ته وويل چې ياده نښته هغه مهال رامنځته شوه چې خلکو خپل دوکانونه بندول او د روژه ماتي لپاره جومات ته روان وو.

نوموړي زياته کړه چې د نښتې دواړو لورو له لفظي شخړې وروسته ډزې پيل کړې چې په کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

هغه بيا وايي چې په دې جګړه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه عيني شاهد په وينا، ياده نښته د بلخ ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په ۴۰۰ مترۍ کې پيل شوه خو په خبره يې چې پوليس نيم ساعت وروسته ورته ورسېدل.

بلخ کې د ناقانونه وسله والو شتون د امنيت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي چې اوسېدونکي يې له امنيتي چارواکو د مخنيوي غوښتنه کوي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.