غزني ښار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٨): د غزني په مُقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان له لوري جوړه شوې ماڼۍ د اړوندو ادارو د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.
له نن څخه شاوخوا ٩٦ کاله مخکې هغه مهال د دې ماڼې د جوړېدو امر ورکړل شو، کله چې غازي امان الله خان له خپلې مېرمنې سره يو ځاى له کابل څخه کندهار ته روان و.
د دې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې دغه ماڼۍ امان الله خان د خپلې مېرمنې ملکې ثريا په خوښې جوړ کړې وه او کندهار ته د سفر پرمهال به يې دلته له خپلو وزيرانو او نورو کسانو سره څو شپې او ورځې تېرولې.
خو د مُقر ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ماڼۍ اوسمهال د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده بايد اړوندې ادارې ورته پاملرنه وکړي.
قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي سپين ږيري نيک محمد د غويي په ١٨مه پژواک ته وويل چې امان الله خان به ډېر وخت په دې ماڼۍ کې څو شپې او ورځې تېرولې او د خلکو شکايتونه به يې هم اورېدل.
ده زياته کړه: ((اوس دغه قصر په ډېر بد حال کې دى، که توجه ورته ونه شي بېخي له منځه ځي.))
دغه راز د مُقر ولسوالۍ د فاميليو سيمې اوسېدونکي حاجي نورالله هم پژواک ته وويل چې د امان الله خان د ماڼۍ ډېره برخه ويجاړه شوې ده.
هغه وايي: ((څو کاله وروسته يو څو کسان د سروې په نوم راشي، بيا نور ورک شي، څوک يې نه ګوري چې څه شول.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ماڼۍ د مُقر ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پرته ده نو د جوړېدو لپاره يې د نا امنۍ بهانه هم نه شي کېداى.
بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ابداتو مسوول محبوب الله رحماني پژواک ته وويل چې د يادې ماڼې د جوړېدو لپاره تر اوسه دوه ځلې سروې ترسره شوې ده.
ده وويل: ((رښتيا هم دا يوه تاريخي ماڼۍ ده، خو اوس يې ډېرې برخې ويجاړې شوې دي، کوښښ کوو چې د جوړېدو لپاره يې لارې چارې پيدا کړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن