پل علم (پژواک، ١٨ غويی ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د دغه ولايت د عالمانو شورا مرستيال پر ډزو وژلى دى.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د پل علم د جامع جومات خطيب او د عالمانو شورا مرستيال مولوي اميرجان پر ډزو وژلى دى.
هغه زياته کړه: ((دغه پېښه د خمندو په سيمه کې رامنځته شوې او امنيتي مسوولينو ته هدايت ورکړل شوی چې په اړه يې څېړنې وکړي او عاملين يې پيدا کړي.))
دغه راز د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزى دغه پېښه وغندله او ويې ويل چې امنيتي مسوولين بايد د ديني عالمانو امنيت خوندي وساتي.
ده زياته کړه: ((هر هغه چا او يا ډلې چې زموږ د ولايت پر دې ستر عالم اميرجان بريد کړى او وژلى يې دى، هغوی له اسلام څخه منکر او ګمراهان دي.))
همدارنګه د خمندو کلي يوه اوسېدونکي سيد شاه پژواک ته وويل: ((بېګاه جومات کې وو چې د ډزو غږ شو چې بيرون ته ووتلو ګورو چې مولوي صاحب اميرجان يې ويشتى دى او وسله وال تښتېدلي دي.))
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
د يادونې ده، تېر کال په لوګر کې پنځه ديني عالمان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن