ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې اته ښوونځي او مدرسې بیا فعال شول

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې اته ښوونځي او مدرسې بیا فعال شول

author avatar
8 May 2019 - 12:39
د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې اته ښوونځي او مدرسې بیا فعال شول
author avatar
8 May 2019 - 12:39

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غويی ۹۸): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، له څلورو کلونو ځنډ وروسته يې د هسکې مېنې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې هغه اته ښوونځي او مدرسې چې د جګړو له امله تړل شوي وو، بېرته پرانيستي دي.

دوى وايي، په دغو ښوونځيو کې شاوخوا ۳۰۰۰ نجونو او هلکانو زده کړې کولې چې اوس يې بېرته يو شمېر په کې پر زده کړو بوخت شول.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري د غويي په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، د هسکې مېنې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې له تېرو څلور کلونو راهيسې پنځه ښوونځي او درې د ديني زده کړو مدرسې د جګړو له امله تړل شوي وو.

هغه زياته کړه، په دغو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته امنيت تامين شوی او دوی هم بېرته د خلکو له ور تلو سره سم د هغوی ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړه.

د شينواري په وينا، په دغو ښوونځيو کې ۳۰۰۰ نجونو او هلکانو پخوا زده کړې کولې چې اوس يې بېرته له فعالېدو سره يو شمېر زده کوونکي خپلو ښوونځيو او مدرسو ته ستانه شوي دي.

نوموړی وايي، د سيمې ټولو خلکو ته خبر ورکړل شوی چې سيمې يې امن شوې دی، هم په کې ژوند کولی شي او هم يې ماشومانو ته د زده کړو زمينه بېرته برابره شوې ده.

د پوهنې د رييس د معلوماتو له مخې، په هسکه مېنه او نورو جګړې ځپلو ولسوالیو کې د ښوونځیو ودانیو ته ۶۵ سلنه زیان رسېدلی چې د دغو زیانمن شوو ودانیو کره سروې ترسره شوې او د حکومت د ځانګړې پاملرنې له مخې به یې د بیارغاونې او ترمیم چارې پيل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ تازه کډه شوې او په سيمو کې ښوونځي هم تړل شوي دي.

ده زياته کړه، تر اوسه سيمې ته د دوی د سروې ټيم نه دی تللی؛ ځکه جګړه روانه ده خو وايي، د راکډه شوو کورنيو سروې پيل شوې چې څومره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي او څومره ښوونځي تړل شوي دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړ چې د خوږياڼو بې ځايه شوو کورنيو اولادونو ته به د هغوی په تازه مېشتو ځايونو کې د زده کړو زمينه برابره کړي او هر کله چې سيمه کې امنيت تامين شي او کورنۍ بېرته ستنې شي؛ نو هلته به هم ورته د ښوونځيو د بيا پرانيستو کار پيل شي.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې هم د ګوتو په شمېر ځيني ښوونځي د جګړو له امله تړلي پاتې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د لايتي شورا غړی اصحاب ولي مسلم په هسکه مېنه کې د ښوونځيو بيا پرانيستل هلته د پوهنې د پراختيا لپاره ښه ګام ياد کړ او ټينګار يې وکړ چې ټولو سيمو کې تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.