ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان په لاهور ښار کې ځانمرګي بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په لاهور ښار کې ځانمرګي بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
8 May 2019 - 11:21
د پاکستان په لاهور ښار کې ځانمرګي بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
8 May 2019 - 11:21

کابل (پژواک، ١٨ غويى ٩٨): د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنيو د غويي په ١٨مه خبر ورکړى چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار د لاهور ښار اړوند د (داتا) په نوم مشهور زيارت ته څېرمه شوې ده.

ځايي چارواکو ويلي چې ځانمرګى بريد د دغه زيارت په دويمه دروازه کې د پوليسو د ځانګړي ځواک پر يوه موټر شوى دى.

د لاهور ښار مرستيالې کمېشنرې صالحې سعيد رسنيو ته ويلي چې په دې پېښه کې پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د پنجاب ايالت د پوليسو مشر عارف نواز خان رسنيو ته ويلي چې په دې پېښه کې پنځه پوليس  او درې ملکي وګړي وژل شوي او ٢٤ نور کسان ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړې، ټپيان چې پوليس او ملکيان په کې شامل دي، روغتونونو ته لېږدول شوي او د يو شمېر روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

ځينې نا تاييد شوي راپورونه وايي چې د وژل شوو او ټپيانو شمېر تر دې هم لوړ دی.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.