ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د پکتیا په ځنګلونو کې د وحشي ژوو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي

حکومت د پکتیا په ځنګلونو کې د وحشي ژوو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي

author avatar
8 May 2019 - 15:02
حکومت د پکتیا په ځنګلونو کې د وحشي ژوو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي
author avatar
8 May 2019 - 15:02

ګردېز (پژواک، ١٨ غويی ٩٨): د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو په تېره د څمکنيو او ځاځي اريوب ولسواليو په ځنګلونو کې وحشي ژوي زيات شوي او هغه ځنګلي حيوانات په کې بيا راپيدا شوي چې د کورنيو جګړو پر مهال ورک شوي وو.

که څه هم د پکتيا په ځنګلونو کې د يادو ژوو بيا را پيدا کېدل ښه ګڼل کېږي، خو د خلکو له خوا يې ښکار ته اندېښنې ډېرې دي.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی شفيق الله شفيقي د غويي په ١٨مه پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اړوند ځنګلونو کې بېلابېل وحشي مرغان او ځنګلي حيوانات شته، خو په خبره يې د نه خونديتوب له امله يې شمېر بېرته کم شوی دی.

شفيقي وويل: ((دلته غرڅه، غرنۍ چرګې او نور رقم، رقم مرغان دي، خو اوس ډېر کم شوي دي؛ ځکه چې ښکاريان هغو ساحو ته ډېر ځي او ښکار کوي يې.))

د يادې ولسوالي د علې خېلو سيمې اوسېدونکی محمد انور تبسم وايي چې ځيني حيوانات لکه خنځير خپله خلک له دې امله له منځه وړي چې په خبره يې کښتونه خرابوي.

تبسم وويل چې د يادو کم پيدا مرغانو او نورو ژوو د ښکار د مخنيوي لپاره تر اوسه نه دولت او نه خلکو کوم اقدام کړی دی.

تبسم زياتوي: ((خوګان کښتونه تخريبوي، نو ځکه بيا خلک د شپې ور پسې وځي او له منځه يې وړي. تر اوسه يې د مخنيوي لپاره نه دولت کوم کار کړی او نه خلکو داسې کوم تړون کړی. بس ښکار روان دی، څوک الوتونکي مرغان ولي او څوک د غرڅو ښکار کوي.))

د ځاځي اريوب ولسوالي د ځنګلونو مدير رسول خان ذوالفقار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو په تېره په سپين غره کې مهم حيوانات شته او ټينګار کوي چې شمېر يې کم دی او د زياتولو لپاره يې ډېر پام ته اړتيا ده.

ذوالفقار زياته کړه: ((په دې ځنګلونو کې وحشي مرغان، غرڅې، پړانګان، لېوان، شغالان او شاديان ژوند کوي. له خلکو سره مو د ځنګلاتو او ځنګلي وحشي ژوو په اړه زيات معلومات شريک کړي او هڅه کوو چې د ساتنې او ښکار مخنيوی يې هم وکړو.))

په دې اړه د ځاځي اريوب ولسوال کفتان اخلاص هم د ځنګلي ژوو ناخوندي حالت ته اندېښمن دی او وايي، سره له دې چې په اړه يې له بېلابېلو اړوندو ادارو او خلکو سره همغږي شوې، خو لا هم د يادو ژوو د ښکار د مخنيوي لپاره څه نه دي شوي.

اخلاص وايي چې دولت هم د دغو حيواناتو د ساتنې او ښکار د مخنيوي لپاره کومه برنامه نه لري او زياتوي: ((د وحشي ژوو د ساتنې لپاره مو خلکو او ادارو ته رهنمايي کړې او له خلکو سره مو خبرې کړې دي، خو داسې عملي اقدام نه دی شوی چې خلک په کُلي ډول ترې منصرف شي او نه دولت داسې کومه برنامه لري.))

د پکتيا ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولينو هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ځنګلونو کې ګڼ الوتونکي او ځنګلي ژوي شته، خو د امنیتي ستونزو او اسانتياوو کموالي له امله يې لا هم دقيقه سروې او ساتنه نه شي کولی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.