ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو دوو کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۰۰ دوسیې څېړل شوې دي

تېرو دوو کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۰۰ دوسیې څېړل شوې دي

author avatar
9 May 2019 - 14:18
تېرو دوو کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۰۰ دوسیې څېړل شوې دي
author avatar
9 May 2019 - 14:18

کابل (پژواک، ١٩ غويی ٩٨): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د خبريالانو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي يو زر او پنځه سوه دوسيې څېړل شوې چې د نورو اجرااتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جعفر راستين د افغانستان د ژورنالېستانو شورا له خوا د بيان ازادۍ نړيوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه وويل چې په هېواد په ځينو بنسټونو کې د ظرفيت د نه شتون او امنيتي ستونزو له امله قوانين نه پلي کېږي نو ځکه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه هم ورځ تر بلې لوړېږي.

دى وايي: ((ښه قوانين لرو خو په سمه توګه نه پلي کېږي چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد په ګډه کار وکړو.))

راستين دا هم وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د ګډ کمېسيون له لوري د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٠٠ دوسيې څېړل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په دې دوسيو کې د هرې کچې خلک او ډلې شامل دي، د نورو اجرااتو لپاره مو دغه دوسيې څارنوالۍ او د کورنيو چارو وزارت ته سپارلې دي.))

د نوموړي په وينا، خبريالان کاري او جسمي مصئونيت نه لري؛ ځکه د نورو په پرتله له ډېر تاوتريخوالي سره مخ کېږي.

دى زياتوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبريالانو د امنيت خونديتوب پر يوه لارښود کار کوي چې پلي کېدو سره به يې تر ډېره د خبريالانو امنيت خوندي شي.

بل لور ته په دې غونډه کې د افغانستان د ژورنالېستانو شورا مرستيال محمد بشير هاتف وويل چې په تېر يو کال کې په هېواد کې ٢٤ خبريالان او د رسنيو کار کوونکي وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د خبريالانو ٣٢ د ګواښلو، ٣٠ د سپکاوي او پنځه د تښتولو موارد هم له دوى سره ثبت شوي دي.

ده زياته کړه: ((دا هغه ارقام دي چې له موږ سره ثبت شوي دي، کېداى شي نورو ټولنو بل ډول ارقام ورکړي وي.))

هاتف وايي چې په تېر کال کې د دولت د وسله والو مخالفينو، زورواکو او حکومتي چارواکو له لوري خبريالان په انفرادي، ګروپي او عمومي ډول هم ګواښل شوي چې پر ژورنالېستيکي کارونو يې منفي اغېزې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.