ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د برېښنايي تذکرو له نه چلند څخه شکایت کوي

خلک د برېښنايي تذکرو له نه چلند څخه شکایت کوي

author avatar
9 May 2019 - 19:42
خلک د برېښنايي تذکرو له نه چلند څخه شکایت کوي
author avatar
9 May 2019 - 19:42

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۸): يو شمېر هېوادوال د دې ترڅنګ چې د برېښنايي تذکرو د نه چلښت خبره کوي، وېش یې د حکومت له خوا یو ناکام او نمایشي پروګرام بولي او وايي، تر اوسه یې د کاغذي تذکرو ځای نه دی نیولی.

دوی وايي، که څه هم یو کال مخکې یې برېښنايي تذکرې اخیستېؤ خو په ټولو دولتي ادارو کې د هویت د یوه استفادې وړ سند په توګه نه منل کېږي.

د برېښنايي پېژندپاڼو د نه چلند څخه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هېواد د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د دغه بهیر له پیل راهیسې شاوخوا ۱۴۰ زرو کسانو ته یادې پېژندپاڼې وېشلې دي.

د کابل ښار اوسېدونکي حاجي بشیر چې شاوخوا اته میاشتې مخکې یې برېښنايي تذکره اخیستې، تېره اونۍ د موټر چلونې د سند د تازه کولو لپاره د ترافیکو عمومي مدیریت ته تللی، د ترافیکو مدیریت د بایومتریک دفتر ترې د کاغذي تذکرې کاپي غوښتې او ورته ویلي یې دي، تر اوسه د برېښنايي تذکرو په اړه دې ادارې ته معلومات نه دي رارسېدلي.

نوموړي روښانه کړه، مجبور شو چې د موټر چلونې د سند د تازه کولو لپاره دویم ځلي د ترافیکو په مدیریت کې ځان بایومتریک کړي او د اندېښنې په څرګندولو یې زیاته یې کړه، اته میاشتې مخکې یې د برېښنايي تذکرو د اخیستو لپاره له یوې اونۍ زیات وخت ضایع کړ او د یوه معتبر سند په توګه یې یاده تذکره ترلاسه کړه، خو د موټر چلونې د سند د اخیستو پر مهال یې ترې لازمه استفاده نه ده کړې.

د احمد صهیب حسرت په نوم د کابل ښار اوسېدونکي چې برېښنايي تذکره یې اخیستې، د اندېښې په څرندولو پژواک ته وویل: ((شپږ میاشتې کېږي چې برېښنايي تذکره مې اخیستې، خو لا هم په ځينو دولتي ادارو کې د منلو وړ نه ده.))

نوموړي د برېښنايي تذکرو د اخیستو د بهیر له اوږدوالي څخه شکایت وکړ او زیاته یې کړه: ((زه د اوږدو مراحلو په بشپړولو چې کله به یې ناحیې او کله به کې د سیمې وکیل ته لېږلم، له دوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته د برېښنایي تذکرې په اخیستو بریالی شوم.))

هغه زیاته کړه، د غوښتونکي کس د معلوماتو د رسولو لپاره د پاڼو سپارلو پر مهال هېڅ ډول لارښوونه نه کېږي او دغه کار د یاد بهیر د اوږدېدو لامل شوی دی.

د عبدالباسط کړوخېل په نوم د کابل ښار بل اوسېدونکی چې شاوخوا ۸ میاشتې مخکې یې د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای برېښنايي پېژندپاڼې اخیستې، د یادو تذکرو له نه چلند څخه شکایت کوي.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې د تذکرو د اخیستو پر مهال له زیاتو ستونزو سره مخ شو، خو د کاغذي تذکرو د ځای د نه نیولو له امله اندېښمن دی.

هغه وویل: ((دا څو ورځې مخکې مې په نیا حمله راغله او کله مو چې غوښتل پاسپورټ ورته واخلو، هغه مو په امبولانس موټر کې د پاسپورټ ریاست ته یوړه، مسوولانو په داسې حال کې چې نوموړې لیدله چې په لاره د تلو توان نه لري، وویل، له دې امله کوم کار نه شي کولای چې د یاد کس معلومات له دوی سره نه دي شریک شوي.))

هغه روښانه کړه، د برښنايي تذکرې لرل یوه اسانتیا او د خلکو اړتیا ده، خو په کله چې په اړین وخت د استفادې وړ نه وي، لازمه نه ده چې دا ډول تذکره تر لاسه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.