فېروزکوه (پژواک، ۲۰ غویی ۹۸): د کورنیو چارو وزارت په غور ولایت کې د طالبانو د صحرايي محکمې د مسوول د وژلو خبرو ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د پولیسو د ځانګړو قطعو سرتېرو چې د هوايي ځواک ملتیا هم ورسره وه، د غور د مرکز اړوند په غلمین کلي کې د طالبانو د صحرايي محکمې مسوول وژل شوی دی.
سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته د طالبانو د صحرايي محکمې د مسوول د هویت په اړه ویلي چې په سیمه کې د یاد کس په سپارښتنه څو کسان صحرايي محاکمه شوي دي.
د خبرپاڼې په دوام راغلي چې د عملیاتو په جریان کې یوه اندازه مهمات، یو موټرسایکل او ځیني مهم اسناد هم د امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن