د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

May 10, 2019 - 15:28

کندهار (پژواک، ۲۰ غويی ۹۸): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو تر منځ په جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړه هغه مهاله ونښته چې لسګونو وسله والو د شاولیکوټ او ارغنداب تر منځ د جازې، شاتورو او خانه ګرداب په ساحو کې د پولیسو پر څلورو امنیتي پوستو بریدونه پيل کړل او د دواړو لورو تر منځ تر سهاره جګړه روانه وه.

 

هغه زیاته کړه، د پولیسو د سخت مقاومت او د بهرنیو ځواکونو د هوايي ګزمې د بمبار په پایله کې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۱۵ ټپيان شوي دي.

 

خو نوموړي د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه و نه ویل.

 

خو بل خوا د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وویل چې په دې جګړه کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ ۵ پولیس هم وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

 

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر یوه موټر د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

 

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک ته وویل، دغه پېښه د ولسوالۍ په بازار کې شوې ده چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

 

یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې وژل شوي کسان د سرحدي پولیسو د یوه قوماندان سید محمد له خپلوانو څخه وو چې په نښه شوي او وژل شوي دي.

 

وسله والو تر اوسه د دغو پېښو به اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار کې یو ځل بیا د ناامنیو پېښو زور اخیستی چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

 

څو ورځې مخکې هم په یو شمېر ولسوالیو کې په ورته توګه پولیسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement