ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو نورستان کې ١٢ روغتيايي مرکزونه تړلي دي

طالبانو نورستان کې ١٢ روغتيايي مرکزونه تړلي دي

author avatar
11 May 2019 - 12:07
طالبانو نورستان کې ١٢ روغتيايي مرکزونه تړلي دي
author avatar
11 May 2019 - 12:07

جلال اباد (پژواک، ۲۱ غويی ۹۸): د نورستان د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې يو شمېر سيمو کې ۱۲ روغتيايي مرکزونه تړلي دي.

دوی وايي، لومړی د دغو مرکزونو شمېر ۱۷ و خو پنځه يې دوه ورځې وړاندې بېرته خلاص شوي دي.

دا روغتيايي مرکزونه  له تېرو څو ورځو راهيسې د نورستان په دواب، منډول، نورګرام، کامدېش او برګمټال ولسواليو کې تړل شوي او خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

د نورستان د عامې روغتيا رييس ډاکټر ذکي الله ستوري د غويي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د AHEAD په نوم موسسې پورې اړوند ۱۷ روغتيايي مرکزونه تړلي و، چې پنځه يې دوه ورځې وړاندې بېرته پرانېستل شول.

دی زياتوي، دا مرکزونه په دواب، منډول، نورګرام، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې تړل شوي دي.

د عامې روغتیا رییس وايي چې روغتیايي مراکز تر ډېره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي، ځکه نو روغتیايي کارکوونکو او ولسي خلکو طالبانو ته شکایت کړی او روغتیايي مرکزونه یې بند کړي دي.

د هغه په وينا، خلکو د اهېډ موسسې له روغتيايي خدماتو چې تازه يې د دغو سيمو د روغتيايي خدماتو قرارداد اخيستی شکايت کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ خپل پرسونل هم طالبانو ته ځینې  شکایت کړی، رښتیا هم چې دا نوې موسسې چې کوم قرارداد په لږ پيسو اخیستی، دا امکان نه لري چې په دغو پیسو باندې خدمات وړاندې کړي، یو څه منفي اغېز یې کړی دی. بل دلیل یې دا دی چې دارو درمل هم کم ورکول کېږي او پوره نه رسېږي.))

د عامې روغتيا رييس وايي، نوې موسسې د روغتيايي مرکزونو کارمندانو ته معاشونه د هغوی د فعاليت مطابق ټاکلي او هر څوک چې کم کار کوي معاشونه يې هم کم ورکول کېږي؛ نو ځکه ترې روغتيايي کارمندانو هم شکايت کړی.

عام خلک هم وايي چې په سیمو کې یې ناروغان له ډېر بد حالت سره مخامخ دي.

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي سید علي وايي، دا یوه میاشت کېږي چې کلينيکونه يې بند دي، وايي چې ډاکټرانو ته معاش نه ورکول کېږي.

هغه پژواک ته وويل: ((دا نن هم څو ناروغان د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ته راوړل شوي وو، خو څوک نه و، مجبور شوو او لغمان ته مو انتقال کړل.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.