ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د داعش د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال نیول شوي

کندهار کې د داعش د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال نیول شوي

author avatar
11 May 2019 - 15:11
کندهار کې د داعش د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال نیول شوي
author avatar
11 May 2019 - 15:11

کندهار (پژواک، ۲۱ غویی ۹۸): د کندهار د ملي امنیت منسوبينو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د داعش د یوه قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال نیولي دي.

نیول شوي کسان نن د غويي په ٢١مه، خبریالانو ته هم وښودل شول چې پر مهال یې د کندهار والي حیات الله حیات او د ملي امنیت رییس برکت الله څمکني هم شتون درلود.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، نیول شوو کسانو پلان درلود چې د روژې په میاشت کې وارنکاري فعالیتونه تر سره کړ چې د ملي امنیت منسوبینو د هغوی په نیول کېدو دغه پلان شنډ کړ.

هغه زیاته کړه، په نیول شوو کسانو کې یوې ډلې یې په کندهار ښار کې هدفي وژنې کولې چې دولتي کارکوونکي او قومي مخور به یې په نښه کول، بله ډله په ولسوالیو کې د جګړې پر مهال نیول شوې او بله ډله هغه وسله وال دي چې په نورو ولایتونو کې یې فعالیتونه کول.

ده یادونه وکړه چې په نیول شوو کې د عبدالسلام په نوم د داعش یو قوماندان هم شامل دی.

د ده په خبره دغه قوماندان په اصل کې د کونړ ولایت اوسېدونکی دی چې هلته د ۱۰۰ تنو مشري په غاړه لري او کندهار ته د دغې ډلې د جلب او جذب لپاره راغلی و.

دی وايي، د نیول شوو کسانو دوسیې به وڅېړل شي او له قانون سره سمه سزا به ورکړل شي.

والي وویل، ولسمشر د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د روژې په میاشت کې د ولس په غونښتنه د اوربند اعلان وکړ، خو وسله وال مخالفین د پردیو په لسمون جګړې او ترهګرۍ ته دوام ورکوي.

د کندهار د ملي امنیت رییس برکت الله څمکني وویل، د ملي امنیت منسوبین شپه او ورځ هڅه کوي چې د خلکو د امنیت ساتنې په موخه د ترهګیزو فعالیتونو مخنیوی وکړي او تر دې وړاندې یې هم په لسګونو وسله وال نیولي دي.

نیول شوو کسانو په خپل جرم اعرتراف کاوه او ویل یې چې په ګڼو وسله والو فعالیتونو کې یې برخه اخسیتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.