ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: غزني کې  ١٢ وسله وال طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي

چارواکي: غزني کې ١٢ وسله وال طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
11 May 2019 - 14:56
چارواکي: غزني کې  ١٢ وسله وال طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
11 May 2019 - 14:56

غزني ښار(پژواک، ٢١ غويى ٩٨): په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٢ وسله وال طالبان او درې امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د جوى چهار او سيدوالو په سيمو کې ځمکني عمليات او  هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د غزني د امنيي قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په يوې راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

همدارنګه د قره باغ اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې دوه اکمالاتي موټر له منځه تللي دي.

ده زياته کړه: ((امنيتي کسان ډېر وژل شوي وو خو موږ ته يې معلومات ونه شول چې څو کسان وو؟))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره ورځ طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد کړى دى.

ده وويل چې د دغه بريد پرمهال ٢٢ حکومتي سرتېري وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

مجاهد دا هم وويل چې تېره شپه په غزني کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.