جلال اباد (پژواک، ۲۲ غويی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند د ښاروالۍ اتمې ناحيې ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ياده ودانۍ د غويي په ۲۲مه د ننګرهار والي او جلال اباد ښاروال له لورې پرانيستل شوه.
جلال اباد ښاروال رياض الله درمل د دې ودانۍ پرانيستلو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، اتمه ناحيه چې نوې تاسيس شوې، د ودانۍ نه درلودو يې ډېر کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي و.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، همدې اړتيا ته په کتو يې شپږ مياشتې وړاندې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د ودانۍ جوړېدو کارونه پيل کړل چې نن يې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د ښاروال په وينا دا ودانۍ څلور اداري خونې، د غونډو يو تالار او نور اړين ځايونه او اسانتياوې لري.
درمل زياته کړه، د ښار دغه ناحيه کې د ولسي تړون او ځينو نورو پروګرامونو له لارې د څلورنيم سوه ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې نورې پروژې هم پيل کړې دي.
بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل رسنيو ته وويل، د ناحيې پر جوړېدو سربېره يې د پوليسو اتمې حوزې چارې هم بشپړې شوې او عملاً يې کار پيل کړی دی.
دی وايي، پخوا دلته ستونزه دا موجود وه چې له ولسوالۍ سره د ځمکو او ساحو سرحدونه نه و معلوم چې اوس دغه ستونزهم حل شوې او خلکو ته به ډيرې نورې ښاري اسانتياوې هم برابرې شي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد هيله وښوده چې د نوې ناحيې خلکو ته هم د ښار د نورو ساحو د اوسېدونکو په څېر ښاري خدمتونه برابر شي.
د يادولو ده چې د همدې مراسمو په يوه څنډه کې د ښار د اتمې ناحيې نوی امر انجينر بختيار احمد هم تر خپلې نوې دندې پيليدو وروسته د دغې ادارې مسولينو ته وپېژندل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن