ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د فراه په میلک کې د ناقانونه علني وارداتو مخه نیول شوې

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د فراه په میلک کې د ناقانونه علني وارداتو مخه نیول شوې

author avatar
12 May 2019 - 11:54
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د فراه په میلک کې د ناقانونه علني وارداتو مخه نیول شوې
author avatar
12 May 2019 - 11:54

فراه (پژواك، ٢٢  غویی ٩٨): د پژواک خبري اژانس د راپور تر خپرېدو وروسته د فراه په ملیک سرحدي سیمه کې د ناقانونه وارداتو ۹۰ سلنه مخه نیول شوې او هڅه کېږي چې یاده سلنه سلو ته لوړه شي.

پژواک خبري اژانس د روانې میاشتې (غویي) په درېیمه د «د فراه له میلک سرحدي سیمې ناقانونه واردات دوام لري» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ.

په فراه ولایت کې د شیخ ابو نصر فراهي بندر د ایران او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو رسمي بندر دی، خو پژواک معلومات ترلاسه کړي وو چې افغانستان ته د سوداګریزو توکو واردات د امنیتي سرتېرو په موجودیت کې د فراه له سرحدي سیمې میلک څځه په علني توګه روان وو چې له امله یې هره ورځ میلیونونه افغانۍ ګمرکي محصول دولت ته نه ورکول کېده. میلک سیمه د فراه د لوېدیځ په ۱۳۳ کیلومترۍ کې له ایران سره په سرحد کې موقعیت لري.

د فراه د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پژواک دغه راپور مثبت اغېز کړی دی.

د فراه د ګمرک رییس خان زمان امرخېل پرون (د غويي ۲۱ مه) د پژواک د یاد راپور خپرولو له امله د مننې تر څنګ د هغه د ګټې په اړه وویل، د فراه د ګمرک ریاست د مالیې وزارت او ولایت له مقام سره په همغږۍ د یاد راپور له خپرېدو وروسته له میلک سیمې د ناقانونه وارداتو ستونزه په جدي توګه تعقیب کړه.

هغه زیاته کړه، اوس له میلک سیمې په ډېره لوړه کچه د ناقانونه وارداتو مخه نیول شوې او ډېر ژر به یاد ټول غیر قانوني واردات بند شي.

د فراه والي شعیب ثابت هم وویل، له میلک سیمې د ناقانونه وارداتو د مخنیوي لپاره یې مرکز او امنیتي بنسټونو ته څو مکتوبونه لېږلي او د پام وړ پایله لري.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شوي او دی هیله من دی چې ډېر ژر به له میلک سیمې غیرقانوني واردات بند او عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي په خبره، له اداري فساد سره مبارزه یې په کاري لومړيتوبونو کې ځای لري او په دغه ولایت کې به د فساد د ځالو د ورکولو لپاره هېڅ هڅه ونه سپموي.

د غلام رضا په نوم د فراه یو سوداګر چې له میلک سیمې یې هېواد ته توکي واردول وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې له میلک سیمې د ۹۰ سلنه وارداتو مخه نیول شوې ده.

د یاد سوداګر زیاته کړه: ((اوس که په هرو لسو شپو ورځو کې یوه شپه زمینه برابره وي له میلک سیمې توکي واردېږي خو مخکې به هره ورځ دغه ستونزه موجوده وه.))

غلام رضا غیرقانوني وارداتو ته د زمینې برابرولو د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، زه اوس د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته توکي واردوم.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.