ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځاځي اریوب- احمدخېلو لارې خراب والي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د ځاځي اریوب- احمدخېلو لارې خراب والي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

author avatar
12 May 2019 - 14:34
د ځاځي اریوب- احمدخېلو لارې خراب والي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي
author avatar
12 May 2019 - 14:34

ګردېز (پژواک، ٢٢ غويی ٩٨): د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې وسله وال طالبان د ځاځي اريوب- احمد خېلو ولسوالۍ لويې لارې جوړېدو مخالفت کوي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې ياده لار دغه ولسوالي له مرکز ګردېز سره هم نښلوي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اميرمحمد د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځاځي اريوب- احمد خېلو لارې خراب حالت له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

امير محمد وويل: ((له دې سړک سره ډېر زيات په تکليف يو، ژوند يې راپورې تنګ کړی دی. که له دې ځايه مريض ګردېز ته وړو، نو که عاجل مريض وي، نو بېچاره په لاره کې ساه ورکوي. له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې دا سړک ژر تر ژره راته جوړ کړي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکى ملا دوست محمد وايي چې د سړک خراب حالت د خلکو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز کړی او پر ګڼو ژمنو سربېره يې لا هم د رغولو کار نه دی پيل شوی.

دوست محمد په دې ولسوالۍ کې د ځينو نورو فرعي سړکونو او رغنيزو پروژو پر کارونو نيوکه کوي او وايي چې د خراب کيفيت له امله يادې ډېری پروژې بېرته له منځه تللې دي.

نوموړي وويل: ((دلته داسې ډاکټر او يا امکانات نه لرو چې اپرېشن وشي يا بل څه، نو ګردېز او کابل ته مو ضرورت پيښيږي، زموږ دا سړک خام دی، تر هغه ځايه مريض مرګ ته نږدې کيږي. له مريضي پرته نور په تګ، راتګ کې ور سره ډېر په تکليف يو، د لس دقيقو پر لار يو ساعت کې ځو.))

همدارنګه د اريوب ولسوالي د علي خېلو سيمې قومي مخور علي خان وايي چې وسله وال طالبان د دغه سړک جوړېدو مخالفت کوي او په دې اړه ورسره د دوی د ډېرو خبرو سربېره يې هم له مخالفته لاس نه دی اخيستی.

علي خان وايي که وسله وال طالبان ممانعت کوي، نو بايد دولت يې اجازې ته کښې نه ني او له ځواکه په کار اخيستو دې سړک جوړ کړي.

نوموړي وويل: ((حکومت زور لري، ولې يې نه شي کولای؟ په ځينو نورو ولايتونو کې شپه او ورځ جنګ دی، خو سړکونه پخېږي او دا نه پخېږي؟ دا يوه بهانه ده چې موږ ته يې کوي. حکومت خو کمزوری نه دی.))

بل لور ته د ياد سړک قراردادي شرکت د يوه رسمي ايمېل له لارې ولايتي ادارې ته ويلي چې د امنيتي ستونزو له امله د دغه سړک کار نه شي کولای او ياد قرارداد لغوه کوي.

خو د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا پړه پر خلکو اچوي چې د ياد سړک د رغنيزو چارو په پيل کې يې همکاري نه ده کړې او زياتوي چې د خلکو له همکاري پرته يې د چارو ترسره کېدل ستونزمن دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.