ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ايرانه په زور د کډوالو راايستل د دوه اړخيزو تعهداتو خلاف عمل وبلل شو

له ايرانه په زور د کډوالو راايستل د دوه اړخيزو تعهداتو خلاف عمل وبلل شو

author avatar
12 May 2019 - 16:36
له ايرانه په زور د کډوالو راايستل د دوه اړخيزو تعهداتو خلاف عمل وبلل شو
author avatar
12 May 2019 - 16:36

مزارشريف (پژواک، ۲۲غويی ۹۸): د بلخ ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رياست چارواکي وايي چې له ايران څخه په زور د افغان مهاجرينو ايستل د دوه اړخيزو تعهداتو او ټولو نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی.

څو ورځې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ويلي و چې افغان مهاجرين بايد په جبري ډول له دغه هېواد څخه وشړل شي.

د ايراني چارواکو دغه څرګندونې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له غبرګون سره مخامخ شوې دي.

له ايران څخه په زور د افغان کډوالو د ايستلو په تړاو د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مهاجرينو رياست او مدني فعالانو له خوا د غويي په ۲۲مه، غونډه جوړه شوې وه.

د بلخ د کډوالو چارو رييس سيد محمد مسعود قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغان مهاجرينو د اجباري ايستلو په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزات سياسي مرستيال څرګندونې، تحريک کوونکې، ناسنجيده او د ټولو ملي او بين المللي قوانينو خلاف دي.

 ده زياته کړه، د ايراني چارواکو دا ډول څرګندونې د افغان دولت، کډوالو چارو وزارت او په ايران کې مېشتو افغان مهاجرينو د ژورې اندېښنې سبب ګرځېدلې دي.

د بلخ د کډوالو رييس همدا راز وايي، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال څرګندونې د هغه شخصي نظريات دي او دوی د کډوالو مسايل له ايران سره له نږدې څاري.

مسعود قادري دا هم وويل چې افغان حکومت به له ټولو هغو لارو چارو کار واخلي، چې له مخې يې افغان مهاجرين له ايران څخه په زور ونه ايستل شي.

هغه زياته کړه، په تېرو څلورو مياشتو کې له ايران څخه د اسلام قلعه بندر له لارې شاوخوا ۲۹زره کډوالې کورنۍ په زور افغانستان ته رالېږل شوې دي چې ۵۰۰ کورنۍ يې د بلخ دي.

نوموړي دا هم وويل چې افغانستان لا هم هغه حالت ته نه دی رسېدلی، چې ټولو کډوالو ته غېږ خلاصه کړي او دلته امکانات ورته برابر کړای شي.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې رييس حميد صفوت پژواک ته وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې افغانستان د پنځه ميليونه افغان کډوالو د منلو وړتيا نه لري.

هغه زياته کړه، افغانستان په يوه ځانګړي جنګي حالت کې قرار لري او په وينا يې چې د دغه هېواد يو شمېر سيمې او خاوره د وسله والو مخالفينو لاس کې ده، چې په ډله ييز ډول د مهاجرينو راتګ به ډېر ستونزمن تمام شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.