ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه څه باندې ۹۲ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه څه باندې ۹۲ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

author avatar
12 May 2019 - 19:32
په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه څه باندې ۹۲ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي
author avatar
12 May 2019 - 19:32

کابل (پژواک، ۲۲غویی ۹۸): په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په کچه هره ورځ ۵۱ جنایي پېښې چې تر ډېره د غلاوو، ټپي کېدو او وژنو موارد په کې شامل دي، ثبت شوي دي.

څه باندې ۶۲۰۰ مختلفې وسلې، له ۶۰ ټنه څخه زیات نشه یي توکي، زرګونه لیټره الکولي مشروبات، له ۷۷۲۰۰ جرمې پېښو مخنیوی او د بېلابېلو جرمونو په تړاو د نږدې ۱۱۵ زرو کسانو نیول په تېرو پنځو کلونو کې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې دي.

دا معلومات د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې عمومي مشر مل پاسوال جمشید رسولي طوطاخیل له لوري چمتو شوي دي، چې نن د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب قوماندانۍ د ریاست ارکان سرپرست سمونوال امان الله چمتو په واسطه د پولیسو چارواکو په مشورتي غونډه کې له کابل ښاریانو سره شریک شول.

نوموړي په داسې حال کې چې له پولیسو سره د خلکو پر همکارۍ ټینګار کاوه، وویل چې دا شمېرې په کورنیو چارو وزارت کې ثبت شوې دي.

د جنايي پېښو ډولونه

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د غلا په پېښو کې نږدې ۱۶۰۰ د لارې سر شوکماري، څه باندې ۱۳۳۰۰ د مالونو غلا، د موټرو غلا څه د پاسه ۵۱۰۰ او د وسله والو غلاوو کابو ۱۰۰۰ موارد شامل دي.

ده زیاته کړه چې په ټولیز ډول په چارټ کې پر شته شمېرو سربېره، په تېرو پنځو کلونو کې د ۲۹۰۴۷ پېښو ثبت هم د زیاتو جنايي پېښو برخه جوړوي.

هغه وویل چې دا په داسې حال کې ده چې په یاده موده کې، نږدې ۷۷۲۰۰ جرمې پېښې له پېښېدو وړاندې کشف شوي او د بېلابېلو جرمونو په تړاو نږدې ۱۱۵ کسان نیول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نږدې ۱۶۵۰۰ د ټپي کولو، د مالونو د غلا نږدې ۱۰۳۰۰، د وژنو کابو ۸۲۰۰، د نشه یي توکو قاچاق نږدې ۵۳۰۰ او داسې نورې د کشف شوو پېښو له ډلې دي.

سرچینې د کال له مخې شمېرې نه دي په ګوته کړي.

د کابل وضعیت

چمتو وویل چې جرمي سازمان شوې ډلې، مافيايي ډلې او تروريستي ډلې د نورو ولایتونو په پرتله پر کابل ولایت ډېر تمرکز کوي؛ ځکه د هېواد د دولتي چارو د سازماندهي مرکز له سیاسي، ډيپلوماتيک، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي او داسې نورو اسانتیاوو برخمن دی او د  هېواد نورو ولایتونو په نسبت ګڼ مېشتی ولایت دی.

نوموړي یواځې په تېرو دوه کلونو کې په کابل کې  د ترسره شوو جرمونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د سرچيني د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۶ کال کې څه باندې ۴۵۰۰ او په ۱۳۹۷ کال کې له ۳۴۰۰ څخه زیاتې جرمې پېښې ترسره شوي دي چې د ۱۳۹۶ کال په پرتله تېر کال کې۲۴ سلنه کموالی ښيي.

د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست رییس ارکان وویل چې په کابل کې پر امنیتي ځواکونو د کابل ښاریانو د باور او همکاري د  ترلاسه کولو لپاره د ۵۴۱ ولسي شوراګانو په جوړولو سره د امنیت ټینګښت او له جرمونو د مخنیوي په برخه کې هڅې شوي او دا بهیر روان دی.

د وسلو او مهماتو کشف او ضبط

سرچینې زیاته کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه ۶۲۰۰ ډول ډول وسلې، له چاودېدونکو توک ډک یو موټر، څلور ځانمرګي واسکټونه، د مجرمینو اړوند ۲۰۵ موټر او یو اندازه مهمات کشف او ضبط شوي دي.

د نشه يي توکو کشف او ضبط

د کورنیو چارو وزارت یاد مقام وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د نږدې ۴۳ زرو لیټرو الکولي مشروباتو د کشف او ضبط ترڅنګ، تیزاب، د تخمیرشوو مميزو اوبه او کیمیاوي توکي او څه باندې ۷۳۰۰ نشه کونکي تابلیت او څه باندې ۶۰ ټنه بېلا بېل ډوله نشه یي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د جعلي پیسو کشف او ضبط

د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست رییس ارکان وویل چې په پنځو کلونو کې، څه باندې دوه عشاریه اته میلیونونه افغانۍ، نږدې دوه عشاریه دوه میلیونه پاکستاني کلدارې، کابو ۲۸۲ زره هندي کلدارۍ، څه باندې ۲۹۰ زره ایراني تومان، کابو ۲۸ زره د امارات درهم، ۲۷۴ زره امریکايي ډالر او ۸۰۰ یورو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د جرمونو پېښېدو لاملونه

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د څلويښت کلنې تپل شوې جګړې منفي اغېزې، بېوزلي، وزګارتیا، خپلمنځۍ تربګنۍ، د نامسوولو وسله والو شتون، د ډول ډول وسلو قاچاق، له قدرت څخه ناوده استفاده او داسې نور د هېواد په کچه د جرمونو ترسره کولو لاملونه دي.

همداراز د نوموړي په وینا، د نورو د شتمنیو غصب او تصاحب، د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د سریالونو منفي اغېزې، نامشروع اړیکې، په کورنیو اړیکو کې د باور نه شتون او بدګوماني رامنځ ته کېدل، په نشه یي توکو روږدیتوب، عقلي او دماغي اختلالات، روحي او رواني ستونزې، اقلیمي او نورې ستونزې د جرمونو پېښېدو لاملونه دي چې د هېواد په کچه د جنايي جرمونو په ترسره کولو کې رول لري.

ننګونې

د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست رییس ارکان وویل چې د جرمونو له منځه وړلو په موخه د کورنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، حج او اوقافو، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو وزارتونو، کابل ښاروالۍ او ډېری نورو دولتي ادارو ګډ کمېسیون نه شتون، هېوادوالو لپاره د کارموندنې طرحې او پروګرام تطبیق نه شتون او د هېواد نافذه قوانینو او جرمونو پایلو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي د طرحې او تطبیق پروګرام نه شتون، په هېواد کې له شته ستونزو او ننګونو څخه دي.

نوموړي د ځینو دولتي لوړ پوړو چارواکو له ساتونکو سره د ناقانونه وسلو شتون، په جزا کوډ کې د وسلو لېږد په ګډون زیاتو جرمونو لپاره د سپکو مجازاتو وړاندوینه په هېواد کې د جرمونو رامنځ ته کېدو نور لاملونه وښودل.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.