ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې وچکالي ځپلو کورنيو ته د ۲۵۰۰ ټنه غنمو د وېش لړۍ پيل شوه

پکتيا کې وچکالي ځپلو کورنيو ته د ۲۵۰۰ ټنه غنمو د وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
12 May 2019 - 16:32
پکتيا کې وچکالي ځپلو کورنيو ته د ۲۵۰۰ ټنه غنمو د وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
12 May 2019 - 16:32

ګردېز (پژواک، ٢٢ غويى ٩٨): د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې له وچکالي ځپلو کورنيو سره د دوه زره او پنځه سوه ټنه غنمو د وېش لړۍ پيل شوه چې د مسوولينو په خبره، شاوخوا ٢٤زره کورنيو ته به ورسيږي.

والي شميم خان کټوازي د يادو غنمو د وېش د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مرسته پر بزګرانو سربېره هغو خلکو ته ورکول کيږي چې د تېر کال وچکالۍ يا وروستيو ورښتونو زيانمن کړي دي.

دى زياتوي: ((دا غنم هغو خلکو ته تقيسيميږي چې وچکالي ځپلي يا بې ځايه شوي وو او په ټوله کې هغه خلک چې له لوږي سره مخامخ و او زيانمن شوي و. هغوی سروې شوي او منظم لېستونه يې ترتيب شوي دي.))

بزګران او نور خلک د مرستې په ترلاسه کولو خوښ دي، خو وايي زيانونه يې زيات دي او ياده مرسته يې درد نه شي دوا کولی.

د دوی له ډلې سليمانخېل وايي، هرې کورنۍ ته يوه بورۍ غنم ورکول کيږي چې په خبره يې کافي نه دي او د ورته او نورو خوراکي او غير خوراکي توکو غوښتنه کوي.

نوموړي وويل: ((په دې هېڅ ګوزاره نه کيږي، خلک سېلابونو ځپلي دي، بايد چې موږ سره نورې مرستې وشي. ډېرې ځمکې مو خرابې شوې دي.))

يو بزګر شېر خان وايي، پر ور اوښتو زيانونو سربېره هيله من دی چې د ورښتونو له امله به سږکال د حاصلاتو له پلوه ښه کال وي، خو په خبره يې که دولت ور سره ځينې نورې اړينې مرستې وکړي، نو شوي زيانونه به يې تر يو ځايه جبران شي.

خان وويل: ((موږ هم په وچکالي او هم په ډېرو ورښتونو کې تاواني شو، له والي صيب او نورو چارواکو نه دا غوښتنه کوو چې نوره مرسته هم را سره وکړي، تر څو بېرته په خپلو پښو ودريږو.))

د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند هم د زيانونو کچې او د خلکو شمېر ته په کتو ياده مرسته کمه بولي، خو زياتوي، هغه کسان چې له دې مرستې پاتې کيږي، په راتلونکي پلان کې ورته ځای ورکوي او هڅه يې دا ده چې مرسته ور سره وشي.

مومند وويل: ((که دا مرستې ځينو دهقانانو ته ونه رسېدې، کولی شو چې بيا له وزارت يا د اضطرار له کمېټې څخه د نورو غوښتنه وکړو او ان شاءالله پاتې متضررين به هم ترې مستفيد شي.))

د يادونې ده چې پکتيا کې د وروستي ژمي د واورې ډېر ورښت او بيا پسرلنيو بارانونو خلکو ته پر ځاني زيانونو سربېره د ګڼو کورونه او کروندې هم ويجاړې کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.