پلخمری (پژواک، ۲۲ غویی ۹۸): د بغلان د ملي امنيت رياست مرستيال د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوی او يو ساتونکى يې ټپي دى.
په بغلان کې يوې امنيتي سرچينې د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ملي امنيت مرستيال غفور خان نن سهار د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې وژل شوى دى.
سرچينه زياتوي چې په دې پېښه کې د غفور خان يو ساتونکى هم ټپى شوى چې دا مهال روغتون کې دى.
دغه راز د بغلان ولايتي شورا يو غړي هم د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې غفور خان نن سهار شاوخوا لس بجې د دوشي ولسوالۍ په کېله ګۍ سيمه کې وژل شوى دى.
بل لور ته د پلخمري د ملکي روغتون سرطبیب محمد انور وردګ پژواک ته وويل: ((دقيق نه شم ويلى چې څوک دي، خو له کېله ګۍ نه دوه ټپيان او يو جسد روغتون ته انتقال شوي دي.))
نوموړي دا هم وويل چې تېره شپه د پلخمري له بالادوري سيمې روغتون ته پنځه ټپيان انتقال شوي چې ټول يې امنيتي سرتېري دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، يوه اوونۍ وړاندې هم په همدې ورځ وسله والو طالبانو د بغلان پر امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ١٨ افسران او سرتېري ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن