ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پر ګوادر ساحلي بندر ډله ييز بريد کې ١٠ کسان وژل شوي

د پاکستان پر ګوادر ساحلي بندر ډله ييز بريد کې ١٠ کسان وژل شوي

author avatar
12 May 2019 - 13:35
د پاکستان پر ګوادر ساحلي بندر ډله ييز بريد کې ١٠ کسان وژل شوي
author avatar
12 May 2019 - 13:35

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٨): د پاکستان پر نوي جوړېدونکي ساحلي سوداګريز ښار ګوادر د وسله والو په ډله ييز بريد کې د پنځو بريدګرو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، پرون له غرمې وروسته شاوخوا پنځو بريدګرو د بلوچستان ايالت د ساحلي ښار ګوادر پر عصري هوټل کانټنينټال ډله ييز بريد وکړ.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بريد کې پنځو بريدګرو برخه اخيستې وه او له څو ساعتونو نښتې وروسته پنځه واړه وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د هوټل څلور ساتونکي او يو دولتي سرتېرى هم وژل شوي او څو نور ټپيان دي.

بلخوا عيني شاهدان ويلي، بريدګرو هڅه کوله چې د هوټل پاس پوړونو ته ځانونه ورسوي، چېرې چې بهرنيان مېشت وو، خو د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې وه.

د بلوچستان ايالت د پوليسو يوه افسر منيراحمد رسنيو ته ويلي چې په دې پېښه کې نهه تنه ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، کېداى شي کوم بريدګر د هوټل په کومه برخه کې پټ شوى وي، نو ځکه هلته چاڼيز عمليات روان دي.

خو د ياد هوټل وياند رسنيو ته ويلي چې د روژې مياشتې له امله هلته بهرنيان نه وو مېشت.

د يادونې ده، د ګوادر ساحلي بندر د چين د ميلياردونو ډالرو په پانګونې جوړېږي، هلته د نړيوال بندر تر څنګ نړيوال هوايي ډګر، د اورګاډي سټېشن او نور کارونه روان دي.

پخوا په ياد هوټل کې ډېرى د چين وګړي مېشت وو.

د بلوڅانو د ازادۍ تحريک ډلې د دغه بريد مسووليت منلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.