د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ځاځي اریوب- احمدخېلو لارې خراب والي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د ځاځي اریوب- احمدخېلو لارې خراب والي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

May 12, 2019 - 14:34

ګردېز (پژواک، ٢٢ غويی ٩٨): د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې وسله وال طالبان د ځاځي اريوب- احمد خېلو ولسوالۍ لويې لارې جوړېدو مخالفت کوي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې ياده لار دغه ولسوالي له مرکز ګردېز سره هم نښلوي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اميرمحمد د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځاځي اريوب- احمد خېلو لارې خراب حالت له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

امير محمد وويل: ((له دې سړک سره ډېر زيات په تکليف يو، ژوند يې راپورې تنګ کړی دی. که له دې ځايه مريض ګردېز ته وړو، نو که عاجل مريض وي، نو بېچاره په لاره کې ساه ورکوي. له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې دا سړک ژر تر ژره راته جوړ کړي.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکى ملا دوست محمد وايي چې د سړک خراب حالت د خلکو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز کړی او پر ګڼو ژمنو سربېره يې لا هم د رغولو کار نه دی پيل شوی.

دوست محمد په دې ولسوالۍ کې د ځينو نورو فرعي سړکونو او رغنيزو پروژو پر کارونو نيوکه کوي او وايي چې د خراب کيفيت له امله يادې ډېری پروژې بېرته له منځه تللې دي.

نوموړي وويل: ((دلته داسې ډاکټر او يا امکانات نه لرو چې اپرېشن وشي يا بل څه، نو ګردېز او کابل ته مو ضرورت پيښيږي، زموږ دا سړک خام دی، تر هغه ځايه مريض مرګ ته نږدې کيږي. له مريضي پرته نور په تګ، راتګ کې ور سره ډېر په تکليف يو، د لس دقيقو پر لار يو ساعت کې ځو.))

همدارنګه د اريوب ولسوالي د علي خېلو سيمې قومي مخور علي خان وايي چې وسله وال طالبان د دغه سړک جوړېدو مخالفت کوي او په دې اړه ورسره د دوی د ډېرو خبرو سربېره يې هم له مخالفته لاس نه دی اخيستی.

علي خان وايي که وسله وال طالبان ممانعت کوي، نو بايد دولت يې اجازې ته کښې نه ني او له ځواکه په کار اخيستو دې سړک جوړ کړي.

نوموړي وويل: ((حکومت زور لري، ولې يې نه شي کولای؟ په ځينو نورو ولايتونو کې شپه او ورځ جنګ دی، خو سړکونه پخېږي او دا نه پخېږي؟ دا يوه بهانه ده چې موږ ته يې کوي. حکومت خو کمزوری نه دی.))

بل لور ته د ياد سړک قراردادي شرکت د يوه رسمي ايمېل له لارې ولايتي ادارې ته ويلي چې د امنيتي ستونزو له امله د دغه سړک کار نه شي کولای او ياد قرارداد لغوه کوي.

خو د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا پړه پر خلکو اچوي چې د ياد سړک د رغنيزو چارو په پيل کې يې همکاري نه ده کړې او زياتوي چې د خلکو له همکاري پرته يې د چارو ترسره کېدل ستونزمن دي.

کټوازي وويل: ((خلکو تر اوسه پورې لازمه همکاري نه ده کړې او شرکت تر اوسه پورې کار نه دی شروع کړی. د سړک قرارداد به دا ځل داسې شرکت ته ورکول کېږي چې که اجازه ورکوي او که يې نه ورکوي يا که خلک همکاري کوي او که يې نه کوي، کار به شروع کوي.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې اړيکو او انتظار وروسته يې هم ځواب ورکولو ته چمتو نه شول.

د احمدخېلو ولسوالۍ له نري کنډو څخه د ځاځي اريوب ولسوالۍ تر شِـشتې بازار پورې ياد سړک ۱۸ کيلومتره اوږدوالی لري چې تېر کال يې جوړېدل منظور شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement