ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښځينه لمونځ کوونکې د جماعت لپاره د زمینې برابرولو غوښتنه کوي

د کابل ښځينه لمونځ کوونکې د جماعت لپاره د زمینې برابرولو غوښتنه کوي

author avatar
12 May 2019 - 18:42
د کابل ښځينه لمونځ کوونکې د جماعت لپاره د زمینې برابرولو غوښتنه کوي
author avatar
12 May 2019 - 18:42

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۸): په داسې حال کې چې په کابل کې نارینه لمونځ کوونکي له ۲۴۰۰ څخه په زیاتو جوماتونو کې جماعت او تراویح کوي، خو یواځې د دغه ښار د مرکزي برخو په ۳۰ جوماتونو کې د ښځو لمونځ کوونکو لپاره د جماعت زمینه برابره ده.

ځینې لمونځ کوونکې ښځې د ښځو لپاره د مناسبو ځایونو په نه شتون، د ځوانو هلکانو له خوا د ښځو ځورول او د جوماتونو د امنیت د ساتلو لپاره د پولیسو پر نه موجودیت نیوکه کوي او وايي، د یادو مواردو له امله ښځې نه شي کولای په جوماتونو کې په ادام ډول ګډون وکړي او د نورو په څېر دیني مناسک او الهي اوامر ترسره کړي.

دوی وايي، که د شته ستونزو د حل لپاره تدابیر ونیول شي، زیات شمېر ښځې په جوماتونو کې د جماعت ادا کولو ته لېوالتیا لري.

د کابل ښار د نهمې ناحیې یوه اوسېدونکې چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، په جماعت، تراوېح او د جمعې په لمانځه کې ګډون ښه کار او د دوی دیني او اسلامي حق دی او په سعودي عربستان کې هم ښځې په جوماتونو کې لمونځونه کوي.

هغه چې هره شپه له یو شمېر نورو ښځو سره د کابل ښار د نهمې ناحیې یوه جومات ته د تراوېح لمانځه لپاره ځي، د ځوانو هلکانو له خوا د ښځو پر ځورولو نیوکه وکړه او ویې ویل، ځینې هلکان سره له دې چې په جوماتونو کې خاندي او شوخي کوي، د لارې په اوږدو کې هم ښځې او نجونې ځوروي، خو هېڅ داسې څوک نشته چې مخه یې ونیسي.

دغه ښځه د لمونځ کوونکو په ځانګړې توګه د ښځو د امنیت ساتلو لپاره د پولیسو له نه شتونه شکایت کوي او وايي، پولیس له جوماتونو، لمونځ کوونکو په ځانګړې توګه ښځو سره چې د نارینه وو په پرتله ډېرې ګواښول کېږي، همکار نه دي.

نوموړي د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ د لمونځ کوونکو امنیت وساتي.

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې ذکیه صالحي وایي، هر کال یې تراویح لمونځ د درېیمو مکروریانو په جومات کې کاوه، خو سږ کال د پل پاچاــ بنايي په سرک د بد امنیتي وضعیت له امله د تراوېح لمونځ په کور کې ادا کوي.

هغه وايي، سږ کال یې ان د کورنۍ نارینه هم د تراوېح لمانځه لپاره جومات ته نه ځي، ځکه تېره جمعه له دې امله چې دوی ټول په کور کې نه وو، غل کور ته دننه شوی او يوه اندازه وسایل یې له ځان سره وړي وو.

نوموړي زیاته کړه: ((که امنیت ښه وي، ګواښ موجود نه وي، ډېره مینه لرم چې له روژې پرته هم لمونځ په جومات کې وکړم.))

صالحي له حکومته غواړي چې د قلعه زمان خان په ګډون د کابل ښار په ټولو سیمو کې د ښځو لپاره ځانګړي جوماتونه جوړ کړي.

د کابل ښار د ۱۵ مې امنيتي حوزې اوسېدونکې جمیله هم وايي، تېر کال یې د جمعې او تراوېح لمونځونه په جومات کې کول، خو اوس د ځاى د بدلېدو او د ښځو لپاره د مناسب ځای د نه شتون له امله لمونځ په کور کې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.