ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مشورتي لویه جرګه کې د بغلان استازو یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ کړی

په مشورتي لویه جرګه کې د بغلان استازو یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ کړی

author avatar
12 May 2019 - 11:46
په مشورتي لویه جرګه کې د بغلان استازو یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ کړی
author avatar
12 May 2019 - 11:46

پلخمري (پژواک، ۲۲ غویی ۹۸): د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د بغلان ولايت استازو يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې له حکومت سره دې اوربند وکړي.

دوى دغه څرګندونې د بغلان له حکومتي چارواکو سره په يوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

د دغو کسانو په استازيتوب سید کمال وردګ وويل چې له امريکايي لوري سره د طالبانو پرله پسې خبرې دا څرګندوي چې طالبان هم د سولې غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه: ((په مشورتي جرګه کې موږ له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، خو طالبانو سره له دې چې اوربند ونه کړ، جګړې ته يې نور زور ورکړ.))

په دې غونډه کې يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له طالبانو يې يو ځل بيا د اوربند غوښتنه وکړه.

خو د بغلان والي احمد فريد بسيم بيا وايي چې طالبانو په افغانستان کې د اسلام په نوم جګړه پيل کړې خو د سولې خبرې بيا له کفري هېوادونو سره کوي.

ده زياته کړه: ((که طالبان رښتیا هم غواړي سوله وکړي، د مشورتي لویې جرګې کډونوالو غوښتنو ته دې ځواب و وايي که نه حکومت د خلکو غوښتنو ته د درنښت په خاطر د هر ډول جګړې توان لري.))

والي وايي چې حکومت په افغانستان کې باعزته سوله غواړي او طالبان هم بايد دغه غوښتنه ومني.

د يادونې ده، د روانې مياشتې په نهمه په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه جوړه شوه چې پنځه ورځې يې دوام وکړ.

په دې جرګه کې له ټول هېواده شاوخوا ٣٢٠٠ کسانو ګډون کړى و چې د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره يې له طالبانو د ځينو نورو مواردو تر څنګ د اوربند غوښتنه هم وکړه.

خو وروسته طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه جرګه نمايشي وبلله او د جګړې پر دوام يې ټينګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.