جلال اباد (پژواک، ۲۲ غويی ۹۸): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سرتېرو لپاره د يو ښارګوټي د وېش لړۍ تر ۱۴ کلن ځنډ وروسته پيل شوه.
د چارواکو په وينا، په دغه ښارګوټي کې به ۱۲۴۴ کورنيو ته د استوګنې نومرې ورکړل شي.
د بحراباد په نوم د وژل شوو سرتېرو کورنيو دغه ښارګوټی د غويي په ۲۲مه د ننګرهار د والي او يو شمېر نورو اړوندو مسوولينو له لوري پرانيستل شو.
د پرانيستې پر مهال والي شاه محمود میاخېل وویل، دغه کار بايد په ۱۳۸۴ کال شوى واى خو د مسوولینو د نه پاملرنې له امله یاده چاره ځنډېدلې وه.
هغه زیاته کړه: ((د ښارجوړونې وزارت، جلال اباد ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو او مسوولینو په همکارۍ پر دې بریالي شول چې د اتمې ناحیې په بحراباد ښارګوټي کې ۱۲۴۴ د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د نومرو د ورکړې لړۍ پیل کړي.))
نوموړی وایي، ډېر ژر به د روداتو ولسوالۍ په سرخ دېوال سیمه کې هم د پولیسو د ښارګوټي عملي چارې او د نومرو د وېش لړۍ پيل شي.
نوموړی وايي، پر دې سربېره يې د ننګرهار کانال کارکوونکو ته هم د ۳۰۰ نومرو او اچين ولسوالۍ کې يې ۷۰ ښوونکو ته د نومرو د ورکړې چاره بشپړه کړې ده.
هغه ډاډ ورکړ چې په ننګرهار کې د ټولو هغو ښارګوټو چې د مختلفو دلايلو له امله يې چارې نيمګړې پاتې دي، د حل په موخه به يې ګړندي ګامونه پورته کړي.
د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وويل، په ننګرهار کې د وژل شويو کسانو د وارثينو شمېر چې نومرو ته اړتيا لري، ۷۰۰۰ کورنيو ته رسېږي چې دغو ټولو ته يو بل ښارګوټی هم په نظر کې نيول شوی دی.
هغه وويل، د بحر اباد ښارګوټی به له نورو ښارګوټو فرق ولري او په دغه ښارګوټي کې به له پيل سره سم د سړکونو او نورو عامه خدماتو د جوړېدو چارې پيل شي.
د وژل شويو کسانو د وارثينو اتحاديې مشر معين خان بيا وايي چې يادو کورنيو دغو نومرو ته شاوخوا ۱۴ کاله انتظار کړی دی.
دی وايي، د ښارګوټي ځينې نومرې اوس هم د يو شمېر زورواکو له خوا نيول شوې چې بايد ستونزه يې حل شي او دغه راز هغه پيسې چې حکومت دوی ته د کورونو جوړولو په موخه ورکوي، د بحراباد په څېر شاړه ځمکه پرې نه ابادېږي او بايد اندازه يې زياته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن