ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د وژل شوو سرتېرو ۱۲۰۰ کورنيو ته د نومرو وېش پيل شو

په ننګرهار کې د وژل شوو سرتېرو ۱۲۰۰ کورنيو ته د نومرو وېش پيل شو

author avatar
12 May 2019 - 13:16
په ننګرهار کې د وژل شوو سرتېرو ۱۲۰۰ کورنيو ته د نومرو وېش پيل شو
author avatar
12 May 2019 - 13:16

جلال اباد (پژواک، ۲۲ غويی ۹۸): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سرتېرو لپاره د يو ښارګوټي د وېش لړۍ تر ۱۴ کلن ځنډ وروسته پيل شوه.

د چارواکو په وينا، په دغه ښارګوټي کې به ۱۲۴۴ کورنيو ته د استوګنې نومرې ورکړل شي.

د بحراباد په نوم د وژل شوو سرتېرو کورنيو دغه ښارګوټی د غويي په ۲۲مه د ننګرهار د والي او يو شمېر نورو اړوندو مسوولينو له لوري پرانيستل شو.

د پرانيستې پر مهال والي شاه محمود میاخېل وویل، دغه کار بايد په ۱۳۸۴ کال شوى واى خو د مسوولینو د نه پاملرنې له امله یاده چاره ځنډېدلې وه.

هغه زیاته کړه: ((د ښارجوړونې وزارت، جلال اباد ښاروالۍ او یو شمېر  نورو ادارو او مسوولینو په همکارۍ پر دې بریالي شول چې د اتمې ناحیې په بحراباد ښارګوټي کې ۱۲۴۴ د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د نومرو د ورکړې لړۍ پیل کړي.))

نوموړی وایي، ډېر ژر به د روداتو ولسوالۍ په سرخ دېوال سیمه کې هم د پولیسو د ښارګوټي عملي چارې او د نومرو د وېش لړۍ پيل شي.

نوموړی وايي، پر دې سربېره يې د ننګرهار کانال کارکوونکو ته هم د ۳۰۰ نومرو او اچين ولسوالۍ کې يې ۷۰ ښوونکو ته د نومرو د ورکړې چاره بشپړه کړې ده.

هغه  ډاډ ورکړ چې په ننګرهار کې د ټولو هغو ښارګوټو چې د مختلفو دلايلو له امله يې چارې نيمګړې پاتې دي، د حل په موخه به يې ګړندي ګامونه پورته کړي.

د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وويل، په ننګرهار کې د وژل شويو کسانو د وارثينو شمېر چې نومرو ته اړتيا لري، ۷۰۰۰ کورنيو ته رسېږي چې دغو ټولو ته يو بل ښارګوټی هم په نظر کې نيول شوی دی.

هغه وويل، د بحر اباد ښارګوټی به له نورو ښارګوټو فرق ولري او په دغه ښارګوټي کې به له پيل سره سم د سړکونو او نورو عامه خدماتو د جوړېدو چارې پيل شي.

د وژل شويو کسانو د وارثينو اتحاديې مشر معين خان بيا وايي چې يادو کورنيو  دغو نومرو ته شاوخوا ۱۴ کاله انتظار کړی دی.

دی وايي، د ښارګوټي ځينې نومرې اوس هم د يو شمېر زورواکو له خوا نيول شوې چې بايد ستونزه يې حل شي او دغه راز هغه  پيسې چې حکومت دوی ته د کورونو جوړولو په موخه ورکوي، د بحراباد په څېر شاړه ځمکه پرې نه ابادېږي او  بايد  اندازه يې زياته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.