ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي: طالبان او حکومت دې سوله وکړي

د هرات اوسېدونکي: طالبان او حکومت دې سوله وکړي

author avatar
13 May 2019 - 16:35
د هرات اوسېدونکي: طالبان او حکومت دې سوله وکړي
author avatar
13 May 2019 - 16:35

هرات (پژواک، ٢٣ غویی ٩٨): د هرات یو شمېر دولتي مسوولینو او اوسېدونکو د مشورتي لويې جرګې له پرېکړه لیک څخه د ملاتړ تر څنګ له طالبانو وغوښتل چې د خلکو د سوله غوښتنې پیغام ته دې لبيک ووايي.

د هرات اوسېدونکو نن د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ددغه ولایت د خلکو د استازو او دولتي مسوولینو تر منځ په لومړنۍ ګډه ناسته کې یو ځل بیا په هېواد کې د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه.

د هرات اوسېدونکو په یاده ناسته کې یو ځل بیا د سوله غوښتنې غږ پورته کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې له جګړې او وینې تویولو لاس واخلي او د خلکو غوښتنې «په هېواد کې تل پاتې سوله» ته لبيک ووايي.

د غلام یحیی په نوم د ناستې یوه ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ټول خلک سوله غواړي او زموږ د غږ رسولو لپاره د خلکو استازي لویې جرګې ته لاړل څو زموږ غږ تر نړیوالو وروسوي او اوس زموږ یوازینۍ غوښتنه له دولت او طالبانو داده چې سوله وکړي.))

د هرات بل اوسېدونکي او د یادې ناستې ګډونوال سیدمحسن وویل: ((د افغانستان د ابادۍ یوازینۍ لار سوله ده او که په جګړه کې ښکېل لوري غواړي چې زموږ خلک ارامۍ ته لاس رسی پیداکړي سوله دې وکړي، موږ هیله من یو چې طالبان مو د سوله غوښتنې غږ واوري.))

د ولایتي شورا غړي او په لویه مشورتي جرګه کې د هرات د خلکو استازي نوراحمد حیدرزاده وویل: ((په لویه جرګه کې خلکو خپل د سوله غوښتنې پیغام افغان دولت او نړۍ ته اعلان کړ او هیله من یو چې غږ یې واورېدل شي او سوله ټینګه شي.))  

د سولې د مشورتي جرګې بل ګډونوال نوید احمد وفا وویل: ((په یاده جرګه کې ټولو خلکو په ډاګه کړه چې له جګړې ستړي دي.))

هغه زیاته کړه: ((په ټولو کمېټو کې ټاکل شوو استازو په ازدانه توګه خپل نظرونه وړاندې کړل او هېڅ ډول سانسور نه وو.))

په ورته وخت کې د هرات والي عبدالقویم رحیمي په یاده ناسته کې له دیني عالمانو وغوښتل چې د جوماتونو او منبرونو له لارې په اسلام کې د سولې د اهمیت په اړه تبلیغ وکړي.

د هرات والي زیاته کړه: ((د سولې په مشورتي جرګه کې د ټولو ډلو استازو ګډون درلود او دغه کار جرګې ته مشروعیت ورکړ.))

د سولې مشورتي لویه جرګه د غويي په نهمه د خلکو د شاوخوا ۳۲۰۰ استازو په ګډون په کابل کې جوړه او پنځه ورځې یې دوام درلود چې ګډونوالو یې په هېواد کې د جګړې په پای ته رسولو او سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.