کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۸): د «مساعدت به قهرمانان» بنسټ د شهیدانو او معلولینو کورنیو د ښځو د ځان بسیاینې لپاره د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره له حکومته غوښتي چې د ښځو تولیدي محصولاتو لپاره دې د پلور دایمي مارکېټ جوړ شي.
د دغه بنسټ مشر محمد سلیم وردک نن د خیاطۍ د هغه کورس پرانیستې مراسمو کې چې د هغو ښځو لپاره چې خپل خاوندان یې په جګړو کې له لاسه ورکړي او یا معلول شوي، نیول شوي وو، وویل، تر اوسه ۱۵ ښځې په دغه کورس کې جذب شوې دي.
پر دې سربېره هغه وویل، د خیاطۍ کورس د پرانیستې تر څنګ یو وړکتون هم د دې کورنیو د ماشومانو لپاره جوړ شوی دی.
ده زیاته کړه چې د خیاطۍ کورس او وړکتون د خیر د کسانو په کومکونو جوړ شوی څو ډېرو ماشومانو او ښځو ته روزنه او پالنه برابره کړي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه د شهیدانو او معلولینو ۱۳۰۰ کورنۍ له دغه بنسټ سره ثبت شوې دي چې د خوراکي توکو وېش لکه اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او د روغتیا، تحصیل او زده کړې په برخو کې مرستې شوې دي.
ده زیاته کړه، اړمن کسان د خلکو له خوا دوی ته معرفي شوي چې د اسنادو تېرېدو له پړاوونو وروسته په دغه بنسټ کې ثبتېږي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د «مساعدت به قهرمانان» بنسټ په څلورو زونونو (کونړ، لوګر، هرات او ننګرهار) کې دفترونه لري چې د معلولینو او شهیدانو له کورنیو سره د مرستې په برخه کې فعالیت کوي.
د دغه بنسټ غړي روشن څیرن هم په دې ناسته کې ګډون درلود، د کورس او وړکتون جوړېدل یې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره د مرستو یو مهم ګام وباله، وویل چې دا کورنۍ د مرستې او لاس نیوي وړ دي؛ ځکه کله چې د کورنۍ سرپرست له لاسه ورکړي، باید پر ځان بسیا و اوسی او ماشومان یې تر روزنې او پالنې لاندې وي.
ده د یادو ښځو لپاره د خرڅلاو مارکېت جوړېدل ډېر مهم بللي او ویلي یې دي «کله چې د دې ښځو محصولات بازار ته راوځي، موږ او تاسې باید د ملاتړ لپاره د هغو تولیدي محصولات واخلو.»
ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ښځو د محصولاتو لپاره د خرڅلاو دایمي مارکېټونه برابر کړي.
د ملي پولیسو یوه منسوب عبدل آقا چې په لوګر ولایت کې له دښمن سره د جنګونو په لړ کې خپلې دواړه سترګې او یو لاس له لاسه ورکړي، پژواک ته وویل: «څلور کاله کېږی چې معلول شوی یم، دغه بنسټ د روغتیا او خوړو په برخه کې له موږ سره مرسته کوي او اوس یې زموږ د کوچنیانو لپاره وړکتون جوړ کړی چې د زده کړې او نظافت په برخو کې د هغوي ملاتړ کوي.»
۲۷ کلنه شکریه چې دوه ماشومان لري او نهه میاشتې کېږي چې خاوند یې په هلمند کې وژل شوی، هیله څرګنده کړه چې د خیاطۍ مسلک په نیولو سره به پر ځان بسیا شي او خپلې ستونزې به حل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن