ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: ټاکنیزو مبارزو کې د دولتي امکاناتو کارونې په اړه د نوماندانو اندېښنه پر ځای ده

عبدالله: ټاکنیزو مبارزو کې د دولتي امکاناتو کارونې په اړه د نوماندانو اندېښنه پر ځای ده

author avatar
13 May 2019 - 14:41
عبدالله: ټاکنیزو مبارزو کې د دولتي امکاناتو کارونې په اړه د نوماندانو اندېښنه پر ځای ده
author avatar
13 May 2019 - 14:41

 

کابل (پژواک، ۲۳غویی ۹۸): ډاکټر عبدالله په ټاکنیزو منډو ترړو کې له دولتي امکاناتو څخه د استفادې په تړاو د اندېښڼې څرګندولو تر څنګ وايي چې د طالبانو له لوري د جګړې پر دوام ټینګار د دې لامل شوی څو په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې بنسټيز ګامونه پورته نه شي.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ وویل: ((افغان ولس په تمه و چې روژي میاشت کې اوربند وشي؛ خو له بده مرغه تر اوسه طالبان نه دي سلا شوي او جګړه دوام لري.))

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېوادوالو د دفاع په برخه کې پر ټولو ستونزو سربېره خپل مشخص او ملي مسوولیت ترسره کوي چې د ستاینې وړ دي؛ خو بیا هم د کونټرپارټ موسسې په څېر برید کابل کې بريدونه ترسره  کېږي.

د ټاکنو په اړه اندېښنې

ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت ولسي جرګې له ټاکنو سره هم مهاله د روان کال تلې په شپږمه ترسره شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټرعبدالله په ګډون اتلس کسان ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان دي.

ځینې نوماندانو د ټاکنو په ټیم کې د روڼتیا نه شتون احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

عبدالله وویل چې لا هم نوماندان د ولسمشریزو ټاکنو روڼتیا او په ټاکنیزو مبارزاتو کې له دولتي امکاناتو څخه د استفادې په تړاو اندېښمن دي.

د هغه په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري، د بایومټریک سیستم کارولو طرحه کولی شي چې د ټاکنو روڼتیا په تړاو تر یو بریده اندېښنه له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې له دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو د نوماندانو اندېښنې پر ځای دي او نوموړی د دې هېواد د یو اوسېدونکي او حکومت اجرايي مشر په توګه چمتو دی چې په دې برخه کې د نوماندانو هر راز طرحه ومني.

هغه زیاته کړه: ((له ټاکنو کمېسیون څخه تمه لرو چې پاتې مودې ته په پام سره په بېړه خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړي او ټول دولتي په ځانګړې توګه امنیتي او دفاعي ځواکونه دنده لري چې له ټاکنو بهیر د ملاتړ په برخه کې د خپلو ورسپارل شوو کارونو او مسوولیتونو په چوکاټ کې خپله ټوله انرجي او سرچینې د بریالیو ټاکنو ترسره کولو کې  ولګوئ.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.