جلال اباد (پژواک، ۲۳ غويی ۹۸): د ننګرهار د شينوارو، خوږياڼو او کامې ولسواليو اړوند د ۸۴ کلينيکونو کارکوونکو تر درې ورځني کاربنديز وروسته نن بېرته خپل کارونه پيل کړل.
دوی په خپلو معاشونو، امکاناتو او درملو کې د کموالي له امله له تېرې شنبې ورځې راهيسې کاربنديز کړی و.
دغو روغتيا پالانو د غويي په ۲۳مه د عامې روغتيا وزارت د يو پلاوي تر منځګړتوب وروسته خپل کاربنديز پای ته ورساوه.
د دغو ډاکټرانو اتحاديې مشر ډاکټر محبت پژواک اژانس ته وويل، د شينوارو زون اړوند د ۳۲ کلينيکونو، د خوږياڼو زون د ۲۴ کلينيکونو او د کامې زون اړوند د ۲۸ کلينيکونو ډاکټرانو د امکاناتو د کمښت له امله کاربنديز کړی و.
هغه زياته کړه، د ډاکټرانو شکايت دا و چې د اډا موسسې چې دلته يې د کلينيکونو د چارو قرارداد اخيستی له ډاکټرانو د حق خطر او نوکريوال د ډوډۍ پيسې لرې کړي او معاشونه يې هم ټيټ کړي دي.
د خوږياڼو ولسوالۍ د سورډاګ کلينيک امر ډاکټر دواجان پژواک ته وويل، د دوا، معاش او سيمه ييز امتيازاتو کمښت هغه څه و چې دوی يې کاربنديز ته اړ کړل.
د نوموړي په خبره، هغه ډاکټران او روغتيايي کارمندان چې نا امنوسيمو کې دي پخوا د حق خطر په نوم امتيازات ورکول، خو اوس ورڅخه دا امکانات لرې کړای شوي دي.
د کامې ولسوالۍ د ده غازي د روغتيايي مرکز امر ډاکټر محمد خوشحال پژواک ته وويل له تېرو پنځو مياشتو راهيسي يې معاشونه بند و، خو اوس چې يې معاشونه حواله شوي نو د ۲۲زره افغانيو پرځای يې ورته د مياشتې ۱۴زره افغانۍ حواله کړې دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک سره خبرو کې ياده ستونزه تاييد کړه؛ خو ټينګار يې وکړ چې د عامې روغتيا وزارت د يو پلاوي په راتګ دا ستونزه حل شوې ده.
نوموړي زياته کړه، د ډاکټرانو ستونزې به د وزارت له لارې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او د حل لارې به ورته ولټول شي.
د يادولو ده چې څو ورځې وړاندې د نورستان يو شمېر روغتيايي کارمندانو په سيمه کې له دغې ستونزې طالبانو ته شکايت کړی و چې طالبانو هلته ۱۲ روغتيايي مرکزونه تړلي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن