جلال اباد (پژواک، ۲۳ غویی ۹۸) : د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې تر ماښام وروسته څلور پرله پسې چاودنې شوې دي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د غویي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن تر ماښام وروسته په اوه بجو او ۲۰ دقیقو د څلورمې ناحیې اړونده د تالاشۍ په څلور لاري کې د سړک پر غاړه شوې وې.
هغه زیاته کړه، چې ددې چاودنو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۲۰ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خوږیاڼي د ټپیانو د ورغتیایي حالت په اړه معلومات نه درلودل،
د ننګرهار والي او امنیه قوماندان تر چاودنو وروسته د پيښې ځای ته ولاړل ، والي شاه محمود میاخیل ددې چاودنې د غندنې ترڅنګ وویل، چې ترهګرو ملکي وګړي په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې دا چاودنې د یوه ریکشې په وسیله ترسره شوې دي.
نوموړي وویل، که د ټپیانو حالت ښه نه و، کابل ته به یې ولیږدوي.
ددې چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن