ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني- ښرنې لارې بندېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د غزني- ښرنې لارې بندېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

author avatar
13 May 2019 - 13:01
د غزني- ښرنې لارې بندېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي
author avatar
13 May 2019 - 13:01

غزني ښار (پژواک، ٢٣ غويی ٩٨): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د يوه کال په تېرېدو سره لا هم د غزني- پکتيکا لويه لار تړل شوې چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

تېر کال د روژې په مياشت کې وسله والو طالبانو د غزني د اندړو پر ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې له هغه وروسته يې د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله.

په دې اړه د يادې لارې يوه موټر چلوونکي عزت الله د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لارې د تړل کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((عمومي لار طالبانو  بنده کړې، موږ په فرعي لارو تګ راتګ کوو، د يوه ساعت لاره په درېيو ساعتونو کې طى کوو چې هم موږ ته مشکل دى او هم خلکو ته مشکل دى.))

په ورته وخت کې د غزني ښار يوه هټۍ وال سميع الله پژواک ته وويل چې د يادې لارې تړل کېدو د توکو پر خرڅلاو هم بد اغېز کړی دی.

دى وايي: ((زه خپله د پکتيکا يم، دلته دوکان لرم، پخوا زموږ ډېر کاروبار د پکتيکا په خلکو روان وو خو اوس چې عمومي لار بنده ده، څوک تګ راتګ نه کوي، زموږ سودا هم نه کېږي.))

سميع الله زياتوي چې پخوا به په اوونۍ کې دوه- درې ځلې کور ته تلو خو د لارې له تړل کېدو وروسته په مياشت کې يو ځل هم نه ځي.

همدارنګه د غزني ښار اوسېدونکي نقيب الله پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو څو ځلې د دې لارې د خلاصون لپاره عمليات ترسره کړل خو بريالي نه شول.

ده او د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو له حکومتي مسوولينو نه غوښتنه وکړه چې د غزني- پکتيکا لويې لارې د خلاصون لپاره هر څه ژر پوځي عمليات ترسره کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې د يادې لارې د خلاصون په موخه يې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره څو ځلې خبرې کړې او هغوی ورته د خلاصون ژمنه ورکړې ده.

ده زياته کړه: ((طالبانو دغه لار يواځې خلکو ته د ستونزو جوړولو او له خلکو د ماليې ټولولو په موخه بنده کړې ده.))

د کليمزي په وينا، په غزني کې د امنيتي ځواکونو تشکيل پوره شوى او ډېر ژر به د يادې لارې د خلاصون لپاره عمليات ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.