ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاپي پروژې اجرایه رییس: د ټاپي پروژې چارې به ډېر ژر پیل شي

د ټاپي پروژې اجرایه رییس: د ټاپي پروژې چارې به ډېر ژر پیل شي

author avatar
13 May 2019 - 19:36
د ټاپي پروژې اجرایه رییس: د ټاپي پروژې چارې به ډېر ژر پیل شي
author avatar
13 May 2019 - 19:36

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩٨): د ټاپي پروژې اجرایه رییس امانوف وايي چې له امنیتي ارزیابۍ وروسته به ډېر ژر د دې پروژې ساختماني چارې پیل شي.

د امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ټاپې پروژې له اجرایوي رییس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

سرچينه کاږي، دواړو لوریو د ټاپي پروژې د عملي کارونو د پیل، د پروژې د امنیتي ارزیابۍ او د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار د دې پروژې د امنیت د تامین په اړه ډاډ ورکړ او هیله مندي یې وښوده چې د ټاپي پروژې عملي چارې دې ژر پیل شي.

د ټاپي پروژې اجرایه رییس امانوف وویل چې له امنیتي ارزیابۍ وروسته به ډېر ژر د پروژې ساختماني چارې پیل شي.

هغه د افغانستان د حکومت له همکارۍ او همدا راز د ټاپي پروژې د امنیتي تدابیرو د تامین قدر داني وکړه.

له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژې کار کابو درې نيم کاله مخکې پيل شو چې په پرانيسته کې يې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان لومړي وزير او د هند يوه چارواکي ګډون کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.